دیني، سیرت او تاریخ

دوه یا څو ودونه کول دښځو او نارینه دواړو په ګټه

زموږ په ټولنه کې په ټولیزه توګه د نجلۍ سرپرست او پخپله پیغله نجلۍ له داسي کس سره واده ته زړه نه ښه کوي چې هغه بله ښځه لري، طبعا دا کار دښځو له پاره سخت او زغمل یې ګران دي خو څرنګه چې الله جل جلاله دا کار روا کړی دی او هغه حکیم ذات دی په هرکار کې یې د انسانانو له پاره خیر او ګټې نغښتې وي،

بناء ډیر ځله دیو چا له پاره داسي شرایط رامنځته شي چې په هغه کې یا خو یوه نجلۍ له واده لرونکي کس سره واده ته مجبوره شي او یا داسي پېښه شي چې یوې نجلۍ ته دومره مناسب سړی پیدا شي چې له هغه سره په واده کي یې د دین او دنیا دواړو خیر وي بناء په داسي حالت کې باید نحلۍ یایې سرپرست د بنې شتون خنډ او مانع ونه ګرځوي، په تعدد یا څو ودونو کولو کې د نر اوښځې دواړو له پاره ګټې شته او ځکه الله روا کړی ده.

 

زموږ په ټولنه کې ځیني ناسم او غیر شرعي رواجونه شتون لري د دې رواجونو په شتون کې کله داسي پيښه شي چې یو څوک ونه شي کولی خپلې خور او لور ته مناسب ځای پیدا کړي، لکه مثلا په ټولیزه توګه زموږ خلک که پیغله خور لور ولري چاته نه وایې چې زه غواړم خپله خور لور تاسو ته درکړم، په هرصورت په داسي حالت کې کله داسي پېښه شي چې نجلۍ ډیر وخت کیني او په عمر پخه شي بیا يې د کوژدن شونتیاوې کمې شي، او کله خو داسي هم پیښېږي چې ځیني خلک په خپلو اړوندو خلکو کې مناسب او یا وړتیا لرونکی ځوان نشي پیدا کولی نو په داسي صورتونو کې باید یو څوک د خپلې خور او لور له پاره بن خنډ ونه بولي، زما یو شناخته حاجي صاحب یو وخت خپله لور په بن ورکړه ما ورته وویل: ولې مو خپله لور په بن ورکړه؟ هغه راته وویل: صیب که رښتیا درته ووایم نن سبا ځیني ځوانان داسي دي چې هیڅکله د باور وړ ندي نو که کوم یوه ته خپله لور سړی ورکړي ورته اندېښمن وي چې څنګه به خیژي، او مشران خو معلوم او ښکاره دي .

خدای دي وکړي دا خبره د ځوانانو د خوابدي لامل ونه ګرځي.

دا راز په یوه حدیث کې راغلي رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې: الله ښځو باندي غیرت لازمي کړی ده (ښځه له خپلې بنې سره غیرت کوي) او په سړیو یې جهاد فرض کړی ده نو که چرته ښځې په غیرت صبر وکړي دوی ته به د دالله د لارې دشهید اجر او ثواب ورکول کیږي.

عن عبدالله بن مسعود قال قال النبي صلى الله عليه وسلم : أن الله تبارك وتعالى كتب الغيرة على النساء ، والجهاد على الرجل ، فمن صبر منهن كان لها أجر شهيد . (اخرجه البزار: 4/309 السان الميزان -: 5/353)، باید ووایم چې دا روایت دیوه راوي له امله ضعیف بلل شوی ده.
کیدی شي ځیني خلک به دا فکر کوي چې رسول الله صلي الله علیه وسلم دخپلې لور فاطمې له پاره بن نه وه خوښه کړي نو موږ یې څنګه خوښه کړو، لکه په یوه روایت کې راغلي علي بن ابي طالب رضي الله عنه د بل واده اراده وکړه په دې کیسه رسول الله صل يالله علیه وسلم خبر شو او ویې ویل: فاطمه زما د بدن ټوټه ده د هغې له پاره چې کوم شی تکلیف وی هغه ماته هم تکلیف راکوي، ( متفق علیه) او علي یې پوه کړ چې د فاطمې په ژوند کې به بل واده نه کوي، په دې اړه علماو مختلف دلایل بیان کړي دي یو خو دا چې علي د ابو جهل له لور سره واده کاوه او هغه که څه هم مسلمانه وه خو د رسول الله له لور سره یې یوځای کیدل له فتنې خالي نه و او بل علماو داهم ویلي دي چې دا حکم په فاطمه پوري ځانګړی شوی ده ځکه په هغې باندي طبعا رسول الله خپه کیدی او د قران له لارښونې سره سم رسول الله ته په مباح چارو کې هم تکلیف ورکول د هلاکت لامل کیدل، او دلته د رسول الله ممانعت د علي او فاطمې دواړو په خیر و ځکه که فرضا له علي نه چرته فاطمه خپه شوي وی دا د رسول الله د خپګان په معنا وه او د رسول الله خپه کول د علي له پاره هم خطرناک و .

د تعدد یاڅو ودونو ګټې

لکه ومو ویل څو ودونه الله د خپل حکمت له مخې روا کړي دي، قرانکریم وایې: فَانكِحُواْ مَا طَابَ لَكُم مِّنَ النِّسَاء مَثْنَى وَثُلاَثَ وَرُبَاعَ فَإِنْ خِفْتُمْ أَلاَّ تَعْدِلُواْ فَوَاحِدَةً ( سورة النساء ۳) یعني تاسو کولی شې دوه دری او څلور ښځې په نکاح کړئ خو که ویریدلی چې عدل به ونکړی شئ بیابه یوه په نکاح کوئ.

اوس را ځو دلته په لنډه توګه د تعدد یا څو ودونو ګټې را اخلو:

 1- داسي پیښيږې دیوه چا میرمن په عمر ډیره لویه وي، یا ناروغه وي او یایې اولاد زیات او نشي کولی د میړه حقوق پوره کړي، په دې صورت کې که سړی دویم واده ونکړي حقوق یې ضایع کیږي او دا ویره هم ده چې په زنا اخته شي.
بناء په دې صورت کې دویم واده د سړي او لومړۍ ښځې دواړو په ګټه ده.

 2- نكاح او واده د خپلو په منځونو کې د سره نږدې کیدلو او خپلېدلو سبب ده، الله جل جلاله په قران کې د نکاح په ذریعه خپلوي د نسب له خپلوي سره برابره ګرځولې ده: وهو الذي خلق من الماء بشرا فجعله نسبا وصهرا [الفرقان /54] ، يعني او الله هغه ذات دی چې له اوبو نه یې بشر پیدا کړی ده، او بیا یې هغه پخپلو کې په نسب او دوستي سره خپل ګرځولي دي.

دا بیان الله د تمنن او احسان په شکل کړی دی، نو په تعدد او څو ودونو سره انسان خپلوان ډیرولی شي، او د رسول الله صلي الله علیه وسلم د څو ودونو له مختلفو لاملونو نه یو لامل داهم بیان شوی ده چې خپلوان یې ډیر شي.

 3- په تعد او څو ودونو سره د څو میرمنو عفت او عزت خوندي کیږې، دا راز هغوی ته په میړه باندي نفقه او سکن راځي په دې سره اولادونه زیاتیږې او نسل وده کوي او دا کارونه په شریعت کې غوره کړل شوي او دخیر کارونه دي.

4- په ځیني کسانو کې د شهوت ځواک ډیر زیات وي یوه ښځه د هغه اړتیا نشي پوره کولی او هغه له الله نه ویریږې له حرامو لري ګرځي نو دهغه له پاره روا لاره یواځي په تعدد او څو ودونو کې ده. او دا د الله له لوري په انسانانو لوی رحم ده.

5- كله داسي پیښه شي چې ښځه له واده وروسته شنډه وخیږي اوس که تعدد او دڅو ودونو کولو جواز نه وی خامخا به لومړۍ ته طلاق ورکیده وروسته دویم واده کیدی اوس د تعدد په صورت کې پرته له طلاق نه دویم واده کولی شي.

6- كله داسي هم پیښېږي چې یو کس د خپل کار یا نورو ضرورتونو لامله ډیر سفرونه کوي او د اولادونو او کور لامله په کور او سفر یو واده کفایت نه کوي دویم ته هم ضرورت رامنځته کیږي.

 7- په ټولیزه توګه د شریر انسان له لاسه هر وخت په نړۍ کې جګړې روانې وي دا راز مسلمانان ډیر ځله جهاد ته مجبوره کیږې او د جکړو خورا ک نارینه وي په داسي وخت کې ښځې زیاتیږې، او د هغوی د اعفاف له پاره له تعدد او څو ودونو کولو پرته بله هیڅ چاره نشته.
8- كله داسي هم کیږې چې یو سړی او یا هم یوه ښځه په یوه بل عاشقان شي د هغه د دین او اخلاقو بندي وګرځي اوس که سړی واده ولري نو له دې نجلۍ سره د تعدد دجواز په صورت کې واده کولی شي او که تعدد جواز ونلري نه یې ښي ورسره کولی.

9- کله داسي هم کیږې چې د میړه او ښځې په منځ کې مخالفت رامنځته شي او خبره په طلاق تمامه شي، سړی خامخا بل واده کوي اوس د اولاد یا خپلوانو په وساطت له لومړۍ میرمنې سره جوړه وشي او بیرته نکاح سره وکړي او دا کار د تعدد د جواز په صورت کې شونی ده.

 10- دا راز د تعدد یوه لویه ګټه دا هم ده چې د تعدد په صورت کې د دواړو یا څو ښځو ته د میړه له حقوقو او بوختیا فارغ او خلاص وخت په لاس ورځي، په دې صورت کې هغه کولی شي علم ترلاسه کړي د انسانانانو له پاره د خیر رسولو کوم کمال او پوهه ترلاسه کړي یا قرانکریم یاد کړي، او کومه میرمن پوهه ولري کولی شي په دې فارغ وخت کې د الله دین ته خلک راوبولي او دا په موجوده وخت کې د امت خورا ستره اړتیا ده.

11- دا راز دیوې میرمنې خولې ته سهار او ماښام اوسېدل په دواړو کې یوڅه سوړوالی او نه رغبت رامنځته کوي، که چېري له یوې سره نوبت وي د نوبت د ختمېدلو په صورت کې بلې میرمنې ته مینه زیاته شوي وي او په دې توګه د دوی په منځ کې نږدېوالی او مینه زیاتیږې.

12- دا راز دیوې دناروغي یا غیاب په صورت کې کور او سړی یواځي نه یې پاته او ژوند په عادي توګه پر مخ ځي. له مغیره بن شعبه نه پوښتنه وشوه چې ایا د نارینه و هم حیض کیږې هغه ورته وویل: هو دیوې ښځې د خاوند هره میاشت حیض وي.

لیکوال: حامد افغان

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x