ورزش

بي پي ایل: د مجیب ځدراڼ لوبډلې رانګپور رایډرز مات کړل

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ لیندۍ، ۱۳۹۶ل) د بنګلدیش غوره لیګ سیالیو کې د مجیب ځدراڼ لوبډلې سمیع الله شینواري لوبډلې ته په څلورو ویکټو ماتې ورکړه.

د سمیع شینواري لوبډله ښه ونه ځلیده، او د سترو لوبغاړو په شمول یې په ۱۷.۱ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو ۱۰۰ منډې جوړې کړې.

مجیب ځدراڼ د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې ورو توپ اچونکی دی، چې د ۱۹ کلنو اسیا جام سیالیو کې ښه ثابت شوی، او ددې سیالیو غوره توپ اچونکی ټاکل شوی و.

نوموړي په څلورو اورونو کې ټولې ۱۷ منډې ورکړې او په کومه ویکټه اخیستلو بریالی نشو.

د مجیب ځدراڼ لوبډلې ټاکل شوی هدف د ۶ لوبغاړو په سوځیدو سره په ۱۹.۳ اورونو کې پوره کړ.

دا لومړی ځل دی چې مجیب ځدراڼ د بنګلدیش غوره لیګ سیالیو کې ګډون کوي، له ده مخکې محمد نبي او راشد خان هم ددغې لوبډلې غړي و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x