غزل / ویاړ

شرافت ویاړ

چې مین د ازادۍ په ښکلي رنګ شي
بیا د تورو زلفو خوی واخلي را ړنګ شي

چې د مینې په رنجو کړي سترګې توري
ټول بدن یې شي تک تور او غنمرنګ شي

کلیوال وړکی وي لاړ شي مدرسې ته
بیا طالب شي مسافر د تور ګړنګ شي

چې دخداي په مینه پوه او پرې مین شي
مجاهد شي بیا غازي شي بیا پتنګ شي

چې یو څوک په چا مین شي شرافته
یوار سم شي لېونی او بیا ملنګ شي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د