دیني، سیرت او تاریخ

رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په آند (۷۸برخه)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

ساينس پوه پروفيسر جولی سيمپسن (Joe Leigh Simpson) د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:

د مذهب او علم الوراثتی ترمنځ هیڅ ټکر نشته، په قرآن کریم کې ښکاره څرګندونې شته چې ټولي دساینس سره پوره سمون خوري، بلکې ساینس ته یې پوره تقویه هم ورکړه، موږ ویلی شو چې محمد صلی الله علیه وسلم هر څه راوړي دي هغه دالله له لورې دی.

پروفيسر الفريډ کرونر (Professor Alfred Kroner) دنبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:

پروفیسر الفریډ کرونر چې د آلمان د مینز (Mainz) پوهنتون د جیولوجی څانګې یو نامتو پروفیسر او په نړیواله سطحه یو منلی استاد دی، دی دساینس په نړۍ کې په دې باندې ډېر شهرت لري چې یو یې عملي کار ډېر کړیدی او بل دا چې پر نورو باندې تنقیدونه ډېر کوي، کله چې له یو زندانی سره مخامخ شو، نو هغه ډېر ایاتونه او احادیث ورته وړاندې کړل او وروسته یې داسی وویل:

زه د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په دې معلوماتو درلودلو سره ډېر حیران یم چې څو پېړۍ مخکې ساینس پوهانو د عصري تجهیزاتو په درلودلو سره وتوانیدل چې څه ناڅه په پوه شي؛ خو رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ۱۴۰۰ کاله مخکې پرې خبر ؤ، د پوره توجه خبره خو لا دا ده چې دی په هغه وخت په هستوی علم (نیوکلیرفزیکس) باندې هم خبر ؤ، چې په هغه وخت کې پر ځمکه باندې هیڅوک نه پوهیده او د قرآنکریم سر چې نه ضرور د اسمانو څخه ده.

که چېری د قرآنکریم ایاتونه او د ساینس حقایق د ځمکې د پیدایښت په اړه سره پرتله کړو، نو دا به وویل شي، چې دواړه یو شانته دي او د دوی اصطلاحات سره موافق دي۔ او که په ساده ژبه سره ووایم نو قرآنکریم د ساینس پوره او مکمل کتاب دی ، چې په راتلونکې کې به دهغه هر آیت نوی ساینس ثابت کړي.

داسې سوالونه کیږي چې حضرت محمدصلی الله علیه وسلم د کوم ځای څخه راغی؟

په حقیقت کې دی د صحرا له خلکو څخه دی، دا مسئله او څېړنه ډېره پیچلې ده. په هستوي فزیک باندې همدا اوس ساینس پوهان پوه شول او حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ۱۴۰۰ کاله مخکې پرې خبر ؤ، د ځمکې او اسمانو په پیدایښت او جوړښت باندې، زه درته ویلای شم چې قرآن کریم په ساده ژبه د ساینس یو کتاب دی، د ساده خلکو لپاره، زه دا هم درته ویلای شم چې په هغه وخت کې چې کوم ساینسي حقایق نازل شول، انسانانو ته ثابت نه وو، خو اوسنی ساینس هر څه چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ۱۴۰۰ کاله مخکې ویلی دی هغه ټول ثابتوي او تائید یې کوي.

نور بيا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x