افغانستان

کابل: د ولسي جرګې پر يوه ښځينه غړې وسلوال بريد شوی

نن ټکی اسيا: راپورونه وايي چې، تېره شپه ناوخته شاو خوا نهه بجې د کابل ښار اريا ښارګوټي کې د ولسي جرګې يوه ښځينه غړې مريم کوفي په يو وسلوال بريد ټپي شوه.

ويل کيږي چې، اريا ښار ګوټی چې، جاده ميدان سيمه کې دی، د کابل ښار له خوندي سيمو څخه شمېرل کيږي او ډېری لوپوړي چارواکي پکې ژوند کوي.
راپور زياتوي چې، له بريد مخکې د ښار ګوټي بريښنا قطعه شوه او کله چې، د ميرمن کوفي موټر ښار ګوټي ته ننوت نو د نامعلومو وسلوالو لخوا پر ډزې وشوې.

په بريد کې ميرمن کوفي او يو ساتونکی يې ټپيان شوي دي چې، له پيښې سمدستي وروسته د کابل ايمرجنسي روغتونه ته وړل شوي دي.
مريم کوفي د پارلمان د بلې عضو فوزيه کوفي خور ده چې، ولسي جرګه کې د تخار د خلکو استازې ده.
پرون سه شنبه په کابل کې دا دوهم ستر بريد وه چې، په لوړ پوړو چارواکو وشو.
پرون سهار وختي د فوايد عامې مرستيال وزير انجينر احمد شاه وحيد د نا څرګندو وسلوالو لخوا وتښتول شو او ماخستن د ولسي جرګې پر ښځينه غړې وسلوال بريد وشو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x