دیني، سیرت او تاریخ

د خوارجو او شیعه ګانو فقهي مذهبونه

دکتور کفایت الله وردګ

یاد ګېرنه : ددې لړۍ په یو څو برخو کې له خپل لوستونکي سره د فقهې او حنفي مذهب په اړه یو څه معلومات شریکوم هغه چاته د ډالۍ وي چې پښتو مضامین لولي ، هغه چاته د په خاصه توګه ډالۍ وي چې د مذهب په اړه یې معلومات لږ وي او یا یې د مذهب په اړه شک وي .

په تېره برخه کې مو د صحابه کرامو رضی الله عنهم د اجتهاد په اړه خبرې کړې وې د هغې برخې په تعقیب …

په ځینو مسئلو کې د صحابه کرامو د اختلاف لامل .

ترڅو چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په د نیا کې تشریف درلود نو د اختلاف هېڅ احتمال نه وو ځکه هغه یوازینی رهبر وو او د هغه مبارک (صلی الله علیه وسلم) هره خبره د کاڼي کرښه وه چې د بل لوري پکې هېڅ ډول احتمال نه وو خو کله چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) له فاني دنیا څخه سترګې پټې کړې نو بیا د صحابه کرامو په وخت کې حالات بدل شول یو ډول هغه احکام وو چې د قرآن کریم او سنتو څخه ثابت وو نو په هغوی کې د هېچا اختلاف نه وو او بالاتفاق منل شوي وو او یو ډول هغه احکام وو چې په رایه قیاس او اجتهاد سره ثابتېدل هغه به کله کله سره بدلېدل او د هغې مسئلې په اړه به رایې کله کله بدلې بدلې وې د هغو اختلاف به څه اسباب وو د مثال په توګه :

د قرآن کریم په فهم کې اختلاف

کله به د صحابه کرامو په مینځ کې ددې امله اختلاف راتلو چې په قرآن کریم کې به راغلی یو لفظ وو د هغه به دوه معنا ګانې وې ځینو به ورڅخه یوه او ځینو نورو به ورڅخه بله معنی واخیسته د مثال په ډول هغه مېرمن چې طلاقه کړل شي هغه به څومره وخت همداسې بې خاوند نه تېروي بیا به ورته د بل خاوند د کولو اجازه ورکوله کیږي دې وخت ته په اسلامي شریعت کې عدت ویل کیږي الله تعالی فرمايي : وَالْمُطَلَّقَاتُ يَتَرَبَّصْنَ بِأَنفُسِهِنَّ ثَلاَثَةَ قُرُوَءٍ . سورة بقرة
ترجمه : هغه مېرمنې چې طلاقې شي هغوی به په خپلو ځانونو صبر کوي تر ۳ قروء پورې .

اوس د قروء دوه معنی ګانې دي حیض ته هم ویل کیږي او طهر ته هم ویل کیږي نو ابن مسعود (رضی الله عنه) فرمايي ښځه له عدت څخه هغه وخت خلاصیږي چې له دریم حیض څخه غسل وکوي ځکه هغه (رضی الله عنه) فرمایي مراد له قروء څخه حیضونه دي همدا رایه د حضرت عمر (رضی الله عنه) هم ده حضرت زید بن ثابت (رضی الله عنه) فرمایی چې مراد له قروء څخه طهرونه دي هغه فرمایي چې د ښځې عدت هغه وخت پوره کیږي کله چې هغه په دریم حیض کې داخله شوه نو بس مده د عدت یې پوره ده اوس ضرورت نشته چې د حیض تر پوره کېدلو او غسل کولو پورې صبر وکوي . الشريعة الإسلامية لبدران أبي العيني

اختلاف په داسې خبره کې چې تر سنتو پورې اړه لري

کله د صحابه کرامو (رضی الله عنهم) په مینځ کې اختلاف ددې امله راتلو چې ځینو ته به یو حدیث رسېدلی وو او ځینو ته به نه وو رسېدلی ځکه په صحابه کرامو (رضی الله عنهم) کې به ځینې داسې خلک وو چې هغوی به هر وخت د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) سره ملګري وو او ځینې به داسې وو چې له رسول الله (صلی الله علیه وسلم) سره به یې ملګري لږ وه نو کله به یو حدیث یوه صحابی ته رسېدلی وو او بل ته به نه وو رسېدلی او په هغه وخت کې چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) تشریف درلود هره ثانیه او هره دقیقه د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) سره پاتې کېدل په نبوی مدرسه کې پاتې کېدل وو په هره لحظه کې یو نوی حدیث او نوی حکم هغه کسانو آورېدو چې د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) سره به وو او یا به یې یو سنت او مبارک عمل لیدلو چې د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) څخه به صادرېدلو .

ددې امله ډېر ځله به داسې هم کېدل چې صحابه کرامو ته به یوه خبره مخې ته راغله نو په خپل اجتهاد به یې فیصله کړه او بیا به وروسته ورته ښکاره شوه چې پدې اړه د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) حدیث موجود دی نو زر به له خپلې خبرې بېرته شاته شو او څنګه به چې حدیث وو هغه ډول به یې فیصله وکوله .

او کله به داسې هم کېدل چې صحابی به د یوه حدیث له مخې یوه فیصله کړې وه بیا به وروسته ورته ښکاره شوه چې ددې حدیث نه وروسته رسول الله (صلی الله علیه وسلم) بل حدیث ویلی دی چې په هغه کې حکم بدل دی نو صحابی به کله چې ددې حدیث نه خبر شو نو له مخکنۍ خبرې به یې رجوع وکوله .

د رایو اختلاف

لکه مخکې چې بیا بیا تېر شول چې کله به په مسئله کې صراحتا د قرآن کریم حکم او یا سنت موجود نه وو نو بیا به صحابه کرامو د مسئلې د حل لپاره خپله رایه او اجتهاد کارولو نو معلومه خبره ده چې رایه تر رایې پورې فرق کوي .

اجتهاد د کشرانو صحابه کرامو په وخت کې

د کشرانو صحابه کرامو (رضی الله عنهم) او د امویانو د خلافت په وخت کې څه وخت چې حضرت معاویة بن سفیان (رضی الله عنه) خلیفه وو (د هجرت ۴۱ کال) پدې وخت کې د امویانو د خلافت تر کمزورې مرحلې پورې اجتهاد په هماغه ډول روان وو لکه د مشرانو صحابه کرامو او خلفاء الراشدینو په وخت کې چې وو چې په کتاب الله سنت او اجماع د صحابه کرامو به یې تکیه کوله لدې وخت نه وروسته په امت کې سیاسی حرکتونه مینځ ته راغلل او د خلکو په مینځ کې سیاسي اختلافونه پیدا شول ، خلک په ذهنی توګه په مختلفو ډلو وویشتل شول نو لدې سره د اجتهاد حرکت هم متاثر شو .

سره ددې چې د هجرت ۴۱ کال ته په اسلامي تاریخ کې عام الجماعة (د یو ځای کېدلو کال) ویل کیږي ځکه پدې کال کې مسلمانان د یو څه اختلافونو وروسته بیا په حضرت معاویه (رضی الله عنه) سره جمع شول لکن بیا هم مذهبی ډلګۍ جوړې شوې ، په مذهبی مسئلو کې ډلې را پیدا شوې نو پدې وخت کې امت په دریو ډلو تقسیم شو .

الف . خوارج

ب . شیعة ګان

ج . جمهور اهل السنة و الجماعة

خوارج هغه کسان وو چې په حضرت امیر المؤمنین علی (رضی الله عنه) پسې د احتجاج په توګه را ووتل چې هغه کله د حضرت معاویة (رضی الله عنه) سره جرګه کوله ولې یې د فیصلې اختیار انسانانو ته ورکړو پدې عنوان چې د خلکو په مینځ کې فیصله کول صرف د الله کار دی دوی انسانانو ته ولې د فیصلې کولو حق ورکړو؟ . تاريخ التشريع الإسلامي

خوارج بیا په خپل مینځ کې یوه ډله پاتې نشول په مختلفو ډلو تقسیم شول حتی چې ځینې کتابونو هغوی په ۲۰ ډلو تقسیم ګڼلي دي لکن مشهورې ډلې پکې پنځه ډلې دي .

۱. الازارقة دا د نافع بن الازرق ملګري وو د هغوی دا رایه ده چې صرف هغه کسان مسلمانان دي چې د دوی په ډله کې وي پاتې نور ټول کافر دي .
۲. الصفریة دا د زیاد بن الاصفر ملګري وو په ډېرو خبرو کې ازارقه وو ته ورته وو .

۳. النجدات دوی د نجدة بن عطیة بن عامر ډله وه د هغوی په عقیدو کې یوه لویه خبره دا وه چې هغوی ویل دین صرف دوه کارونه دي یو دا چې انسان الله تعالی و پېژني او بل دا چې انسان د الله تعالی رسول و پېژني .

۴. البیهسیة دا د ابی بیهس هیجم بن جابر ملګري وو .

۵. الاباطیة دوی د عبد الله بن اباض المري ملګري وو په ټولو خوارجو کې ددې کسان زیات وو او تر اوسه پورې پاتې شوني لري چې په عمان ، ختیځ الجزائر او افریقاکې هستوګن دي .

نور بیا انشاء الله

المراجع :

المدخل الی مذهب الامام ابی حنیفه النعمان للدکتور احمد سعید حوی
المذهب عند الحنفیة للدکتور محمد ابراهیم احمد علی
تاریخ المذاهب الاسلامیة الشیخ محمد ابو زهرة
اخبار ابی حنیفة و اصحابه للصمیری
سیر اعلام النبلاء للذهبی
تاریخ بغداد للخطیب البغدادی
الطبقات السنیة فی تراجم الحنفیة
اسد الغابة فی تمیز الصحابة لابن حجر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x