نظــر

د کندهار د دې مهال غونډو په هکله

عبدالمالک همت

درنو هيوادوالو، په تېره د لوی کندهار غيرتمنو مشرانو، عالمانو، روحانيو، پوهانو، سپین ږيرو او ځوانانو، خويندو او وروڼو السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته !

زه ستاسي د يوه کوچني هيوادوال او قلمي خدمتګار په توګه تاسي ته خپلي غاړي خلاصوم او درته وايم چي د واک او قدرت لپاره د قدرت د دغو وږو عناصرو چي اوس زموږ په وياړلي اشرف البلاد دارالقرار کندهار کي غونډي کوي او لافي شافي وهي ملاتړ د قرآن کريم له مخي د تېري کوونکو او ظالمو کفارو او کورنيو ظالمانو او د ظلم د پلويانو، د اسلام او وطن د دښمنانو او د افغانانو د قاتلانو او کړوونکو ملاتړ او تعاون باله سي په دې هکله په قرآن کريم، نبوي احاديثو او د ديني علماى کرامو په کتابونو او ليکنو کي زښتي زياتي څرګندوني سته، خو زه به په لنډون سره څه څرګندوني پر وکړم:

قرآن کريم فرمايي:

وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ (2) [المائده ٥:۲]

ژباړه : پر نېكي او پرهېزګاري يو له بله مرسته كوئ او په ګناه او ظلم او تېري كي مرسته او ملاتړ مه كوئ . له الله څخه وبېرېږئ. بېشكه چي الله د سختي سزا وركوونكى دى .

له دغه آيت څخه په ډاګه څرګنديږي چي د تجاوزګرانو او د هغو د مزدورانو سره پر ظلم او تعدى باندي مرسته كول په هر اسم او رسم چي وي لويه ګناه او د لوى څښتن له دغه صريح امره څرګند مخالفت دى. خداى تعالى مودي ځني وساتي.

دغه راز قرآن کريم فرمايي:

وَلَا تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ مِنْ أَوْلِيَاءَ ثُمَّ لَا تُنْصَرُونَ (113) [هود: ۱۱۳]

ژباړه : ګورئ چي د ظالمانو لور ته لږ څه هم مايل نه سئ، که نه نو دوږخ به مو وسوځي او تا سي به داسي کوم دوست او خواخوږى پيدا نه کړئ چي له لوى څښتن څخه مو وژغورلاى سي او له هيڅ يوه ځايه څخه به تاسي ته مرسته ونه رسيږي.

په تفسير کبير او نورو تفاسيرو کي وايي : د ظالمانو کلتور او کړه وړه غوره کول يا د ظالمانو او د شر او فساد د توکو کار او لار ښه بلل او تبليغول، له هغو څخه مرسته ترلاسه کول، د هغو ستاينه او په درناوي سره د هغو يادونه، د هغو خبري منل او غوړه مالي ورته کول، د هغو د ظلم زغمل او منل، د هغو سره دوستي، ملګرتيا، د هغو په کارونو، غونډو او مجالسو کي اشتراک ټول هغو ته په ميلان کي راځي، چي بايد د امکان تر حده ډډه ځني وسي. لوى څښتن سبحانه مو دي د ظلم کولو او د ظالمانو له پلوۍ څخه په خپل فضل او کرم وساتي.

زه پوهېږم چي زموږ د پاخه عمر لرونکي او باتجربه هيواد وال زياتره د دغو ظالمانو او ظالم پلوو ملاتړ نه کوي، خو له بده مرغه زموږ کشران او ځوانان په دې مهلکه ناروغي سخت اخته سوي دي او د دې لامل هم هماغه د دوی کم سني، کم تجربه توب، احساساتي توب او کم علمي ده . نو پر موږ او تاسي ده چي د دوی په پوهولو کي هم سعی وکړو . بله داچي پورتنۍ خبري د کوم غرض او سياست پر بنسټ نه دی او نه د فيسبوکي ډنډورچيانو خبري دي، دا د اسلام او قرآن خبري دي او ما د اسلام، ګران هيواد او ستاسو درنو عزيزانو د حمایې لپاره درته عرض کړې، نو هيله ده چي عمل په وکړئ او خپلو ټولو دوستانو ته یې په هره ممکنه وسيله چي کېدای سي ورسوئ.

والسلام.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

لېوانو ته نصېحت!

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x