نظــر

زموږ د فيسبوک مجازي نړۍ زياتره نالوستو ساکښانو اشغال کړې ده

عبدالمالک همت

په فيسبوک کي زيات شمېر عالمان، پوهان، مبارزين دعوتګران، د حق او حقيقت پلويان او حقيقت ويونکي او د اسلام، هيواد او هيوادوالو او د نړۍ د مسلمانانو او بې وزلو خلکو خواخوږي هم ډېر دي او چي حساب پر کيږي هم پر دوی کيږي.

دو مرد است مردم توانا و دانا ::: جز این هر که بینی بمردمش مشمر

تواناست بر دانش خویش دانا ::: نه داناست انکو تواناست برزر.

خو بې احساسه، نالوستي، بې هدفه، ښکنځلماران، د ښځو او عکسونو شوقيان، د فحشاوو او ناوړو کارونو دودوونکي او وربلونکي او د پردو او د پردو د ګوډاګيو غلو او جنايتکارانو او خيانتکارانو پلويان (چي وړيا به وي که په کوم څه) بېخي ډېر دی. فيسبوک ګرده دغو ساکښانو اشغال کړی دی. پخپله دوی هم عجيبي او غريبي ډرنامې او د دوی پر نالوستۍ او بې عقلۍ باندي سل په سل کي دلالت کوونکي او د املا او انشا له پلوه خندوونکي فوسټونه خپروي او نورو ته هم د خپلو ځانونو د سر سپرده ګۍ او بې دليله پلوۍ د ثبوت لپاره ډول ډول ټيټ او بې معنا کمينټونه ليکي. دوی زياتره دې ته سترګي پرلار وي او څارو او چمتو وي چي کله يوڅوک د دوی دغله او داړه مار ملګري او ولي نعمت په اړه څه حقيقت وليکي او دوی لکه د سپو ډله پسي په غپاوو سي. دلته نو هغه د خدای بخښلي الفت صاحب دا شعر سړي ته ور په زړه سي چي:

زه يې په ويلو او ليکلو ګناهکار سومه
نور يې په کولو او عمل باندي ښاغلي دي

لوړ مقام ته رسي چي بوټونه پاکوي د بل
ډېر په دغه شغل رياست ته رسېدلي دي

هيڅ اميد ترې مه کړه که څوک ځان د تا غلام ګڼي
ما غلامانه ذهنيتونه پېژندلي دي

تاسي به متوجه سوي ياست چي د غلو او پردو دغه فيسبوکي اربکيان خپلو ولي نعمتانو ته په سلهاوو لايکونه ورکوي، خو په ندرت به له دغو مفته چوپړيانو څخه يو چا د لومړۍ کټګورۍ درنو او د قدر وړاشخاصو ته کوم لايک ورکړی وي.

نو آيا پوهېږئ چي د دوی مثال څه دی ؟

موږ او تاسي ليدلي دي چي ښه ګلان په بڼونو، چمنونو او ګلدانونو کي وي او اغزي، مړغوني، کروړي او هرزه او ناکاره واښه او ګياه زياتره په هغو ځايونو کي وي چي د هيچا نه خوښيږي او هيڅ پام نه ورته کوي. پر دغو ګلانو يوازي بوراګان ګرځي او د ګلانو شوقيان يې خوښوي او روزي يې.

خو چيري چي مردارلښ او ګنګي او مرداري او خځلي او چټلي او مکانونه او ټټۍ (غولتونونه) او د څارويو غوجلي (ګورنډي) او د خوسا سوو شيانو ډېرانونه او د ککړو اوبو ډنډونه وي هلته په سوونو، سپي، باښې او ټپوسان، غالبوزي، مچان او غوماشي او حشرات راټول سوي وي او پر بوڼيږي.

نو که تاسي وينئ چي د ښو او بادردو او بادرکو شخصيتونو ليکنو ته د لږو خلکو له خوا لايکونه او کمينټونه ورکول کيږي او پردي پالو غلو او دبړه مارانو ته په سوونو لايکونه او تحسينونه ورکول کيږي او ډول ډول صفتونه يې کيږي، خواشيني کيږئ مه، همدغه لږ خلک چي ښو خلکو ته لايکونه ورکوي، بس سړي يې همدوی دی. دوی د حق او حقيقت پلويان دي او موږ او تاسي پوهيږو چي د حق پلويان تل لږ وي ، خو تر تر ډېرو ناپوهانو ځواکمن وي او پای بری هم د دوی په برخه وي.

موږ او تاسي پوهيږو چي هم انسي (دوه پښې، انسان مخي) شيطانان سته او هم جني. او شيطانان خو بل څه نه غواړي بې له دې چي دغسي خلک په خپله ګټه وغولوي او له لاري يې واړوي، لوی څښتن فرمايي:

﴿ وَيُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَنْ يُضِلَّهُمْ ضَلَالًا بَعِيدًا (60)﴾[النساء :۴: ۶۰].

ژباړه: شيطان غواړي چي دوى (د حق له لاري څخه) په ډېره ليري(ډېره ناوړه) ورکلاري سره ورکلاري کړي. (د دوى او د حق ترمنځ واټن رامنځ ته کړي، څو سمه لار هيڅ پیدا نه کړي).

او دغو شيطانانو دوی ته د دوی عملونه ښکلي ايسولي دي، لوی څښتن فرمايي:

﴿وَزَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ (43)﴾[الانعام:۶:۴۳].

ژباړه: او شيطان د دوى هغه کارونه (ګنهونه) چي تر سره کول يې ښايسته ورته وايسول.

او دوی او دوی غوندي نور ډېر يې سخت غولولي دي، لوی څښتن فرمايي:

﴿ وَلَقَدْ أَضَلَّ مِنْكُمْ جِبِلًّا كَثِيرًا أَفَلَمْ تَكُونُوا تَعْقِلُونَ (62)﴾[يس: ۳۶: ۶۲].

ژباړه: او حقيقت دادی چي شيطان له تاسي څخه ډېر خلک او ولسونه (په خپلو وسوسو سره) بې لاري کړي دي، بيا نو ولي (د مخکنيو ورکلارو جبارانو تاريخ او د ابليس د غولېدلو برخليک ته په کتو) خپل عقلونه په کار نه اچوئ (چي يوازي مو ستاسي د پالونکي طاعت او عبادت ته امر کړي او د شيطان له اطاعته مو راوګرځوي، کوم چي ستاسي ښکاره دښمن دی)؟

موږ او تاسي بايد خوښ سو چي د غه ناپوهان مو صفت نه کوي، ځکه که مو دوی صفت وکړي، نو حتماً يې په موږ يا زموږ په ليکنو کي داسي يو ناسم څه خوښ سوي دي چي د دوی د طبعي سره سم وي. په دې صورت کي ښايي موږ خواشيني سو او په خپلو ځانونو او يا خپلو ليکنو کي وګورو چي کوم څه د دغو ناپوهانو د خوښي وړ ګرځېدلي دي او بايد د سمون په لټه کي يې سو.

د اهل تشيع په کتابونو کي راځي چي حضرت علي کرم الله وجهه فرمايلي دی:” مَن مَدَحَکَ فَقَد ذَبَحَکَ “(هر څوک چي دي وستايي، ګواکي ستا سر يې ستا له تنه پرې کړ).

بله مقوله ده : ” نقد العاقل لك .. خير من مدح الجاهل“ (د جاهل تر ستايني د هوښيار نيوکه ډېره درته ښه ده).

مشو غره بر حسن ګفتار خويش
به تحسين نادان وپندار خويش.

ز احمقان بگریز چون عیسی گریخت ::: صحبت احمق بسی خونها که ریخت
اندک اندک آب را دزدد هوا ::: دین چنین دزدد هم احمق از شما.

بس دغه سپېره سوټ انسانان دي هغو ته مبارک وي چي د دين، دنيا او علم او شخصيت له پلوه سخت بې وزلي او مفلسان دي. د وی کار ښه په جوړ دی.
وايي:

” تا ابله در جهان هست، مفلس در نمی ماند “.

او مولانا جلال الدين محمد بلخي رحمة الله عليه وايي:

تاکه احمق باقي است اندر جهان
مرد مفلس کی شود محتاج نان.

والسلام.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

وروره دا هغه احمقان دي چې په ډوډۍ خوړلو نه پوهیږي ! دغه يوه کلتوري خلا ده چې وایې : اول زده کړه او بیا کوزده کړه !دغه لوچکان به خپله قلمي ازادي نه پوهیږي دوی ددومره ازادي لیاقت نلري ! اونه هغه اسلامي اخلاق لري چې ورسره مرسته وکړي دا خلق د اخلاقو مکروب دي الله پاک دې خپله سزا ورکړي .

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x