موږ چاته لاړ شو او چاته وژاړو.؟ ولسمشره زموږ غږ واوره.!

عبدالحق فقیرزاده

له کور راووتم، موټر ته نږدې شوم ورور مې ویل هله ژر شه، ناوخته دې کړه، زموږ وظیفه وخته شروع کیږي.

موټر حرکت وکړ، پاخه سړک ته شو، ورور مې موټر تیز کړ، په لار کې یوه ډله پولیس ولاړ ول ویل یې په هغه بله لار لاړشئ.

هغسې مو وکړل، لیږ ښکته لاړو په لار کې خلک سره رایوځای شوي وو نارې او شعارونه ورکول، له موټر ښکته شوم خلک سخته غوصه وو.

یو څو قدمه وړاندې لاړم د خلکو نارو او چیغو نور هم زور واخیست، دوه قدمه نور هم مخته لاړم د خلکو په منځ کې یو سپین ژیري په چیغو، چیغو ژړل آې خلکو زما زوی یې وواژه، زما د زړه ټوټه یې رانه واخیسته، ما زوی ددې لپاره نه وو ورکړی چې په خپل منځ کې او د هیواد په وړاندې یې وجنګوي.
ما زوی ددې لپاره ورکړی وو چې درې رنګه بیراغ پرې وساتي.

خو دوي ظالمانو څه وکړل.؟

د ګل په شان زوی مې هغوي د خپلو شومو موخو ترلاسه کولو لپاره قرباني کړ.

شور او غوغا نوره هم زیاته شوه. ښکته خواته مې فکر شو په سلهاوو نفر زموږ په خوا را روان ول، ورنږدې شوم ، قومي مشران یې مخې ته روان وو, شاته ټول ځوانان ښکاره کیدل.

دوي هم ډیر په غوصه ول ټولو همدا شعارونه زمزمه کوو.
مرګ په شراب خورو، مرګ په لنډغرو ، مرګ په امنیه قومندان ، مرګ په والي ، مرګ په بې کیفایته چارواکو.

موږ عدالت غواړو.
موږ عدالت غواړو.

موږ یې علني محکمه غواړو.
موږ یې علني محکمه غواړو.

ورسره مل لاریویانو ورستۍ جمله تکراروله.

سپین ژیری هم راپورته شو او بیا یې په ژړا شروع وکړه.

ظالمانو زما د زړه ټوټه رانه بیله کړه.!

یو ځل بیا خلک غوصه او په جوش راغلل دا ځل ټولو نارې او چغې وهلې موږ والي نه غواړو: نه یې غواړو.
موږ قومندان نه غواړو: نه یې غواړو.
مرګ په بې کیفایته چارواکو: مرګ. مرګ

خلک ټول په عمومي چوک سره راټول شول او هلته ودریدل.

یو مشر چې د عمر له نظره ستر معلومیده غږ باسونکی په لاس کې واخیست.
زه هم ورنږدې شوم مشر ویل ولسمشره تاته موږ رایي درکړې دې، تاسې مو تر ارګ رسولی یاست، د سر په بیه مو تاته کمپاین کړی دی.

ستا هغه ژمنې، وعدې څه شوې.؟

ته زموږ غږ ولې نه اوري.!

موږ تبا یو، موږ هره ورځ وژل کیږو ، موږ هره ورځ ځورول کیږو.
دلته چارواکي نشته ، دلته نظام نشته ، دلته ټول غله سره راټول دي.

د خدای لپاره موږ وژغوره.!

د مشر له سترګو اوښکې روانې شوې په ژړغوني غږ یې وویل ولسمشره زموږ غږ که ته نه اوري دلته د چوک په سر له ټولو غمونو ځان بې غمه کوم.!

خلکو چغې کړل هلئ هغه ځوان په غاړه کې دسمال کلک کړی او په ځمکه ولویده ټولو منډه ورواخیسته او د هغه له غړۍ یې دسمال خلاص کړ.
یو مشر د ژړا په حالت کې وویل زویه ځان مه وژنه همدا روانې وژنې مو بس دي.

زویه که پاچاه زموږ غږ نه اوري خدای خوشته هغه ته به صبر وکړو.!

د ټولو خلکو په سترګو کې اوښکې له ورایه ښکاریدي، خو څه به یې کول مجبوره وو.

یو بل ځوان غږ کړل موږ هر څه کولی شو خو نه یې کوو په قانون باور لرو او شته ستونزو ته د قانون په چوکاټ کې حل غواړو.

خکو په یو غږ وویل غواړو یې.!

بیا یې غږ کړ دا حالت نور د زغملو نه دی، ولسمشره غږ مو واوره.!

د خلک شور زیات شو، د الله اکبر او تکبیر کلیمو زور واخیست د هر کس په مخ کې غوسه او ناتواني له لرې ښکاریده.

ټولو په یو غږ چغې کړل ولسمشره دا یوه میاشت کیږي موږ له تا عدالت غواړو له تا مرسته غواړو.
خو تاسې نادرکه یې اخیر ولې.؟

غږ باسونکی یو بل ځوان په لاس کې واخیست هغه لومړی له خلکو مننه وکړه چې د حق غږ یې پورته کړی او خپل حق غواړي بیا یې په نرمه لهجه وویل تاسې ته معلومه دی دلته هر څه ګډوډ دي.

خلک په رڼا ورځ دښار په منځ کې شهیدان شول ، دلته ښونځي ، مدرسي په صفر کې ضرب دي، سړکونه ، مکتبونه ، پلونه هرڅه وران دي.

ولسمشره د خدای خاطر وکړه زموږ په حال رحم وکړه.

نور دا بې کیفایته چارواکي له موږ لرې کړه.
که دا رحمت وي نو دا رحمت نورو ولایتونو ته ورولیږه او که غذاب وي نو موږ له غذاب وژغوره.!

موږ له عذاب وژغوره.!

پای

عبدالحق فقیرزاده
پکتیکا مرکز شرنه
11 قوس 1396

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د