نادري ناولده

يوه سعودي نېکچاري د ”نېکي وکړه درياب ته يې واچوه“ عملي پلي کېده وړاندي کړه

عبدالمالک همت

په سعودي عربستان کي يوه نامعلوم نېکچاري د ۷۹ تنو پورړو کسانو ۳۵ لکه رياله پورونه له خپله جيبه ورکړل او پوروړي يې له بنده آزاد کړل.

د مکې مکرمې د بندي خانو چارواکو وويل چي دغه نېکچاري هيله وکړه چي زما نوم او شهرت مه څرګندوئ.

د مکې مکرمې په ښاري بندي خانه کي ۷۹ تنه له دې امله بنديان ول چي پر باندي پورونه يې نه سوه اداکولای.

د دغو پوروړو بنديانو د خوشي کولو لپاره د انساني حقوقو د ملي انجمن مشر ښاغلي سليمان الزايدي، د دغه انجمن قانوني سلاکار عبدالله ماهر بن فاضل او د يتيمانو سره د مرستي انجمن مشر رداد الثمالي هلي ځلي کړي وې.

جمعه، د لومړۍ خور ۱۳مه ۱۴۳۹سپوږميز کال – د ۲۰۱۷ د دسمبر لومړۍ نېټه.

العربيه نيټ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x