fbpx

یو کال او دوه لکه پنځوس زره (۲۵۰۰۰۰) مينه وال!

الهداية خپرندويه اداره خپلو ټولو مينه والو ته د دې ادارې د لومړۍ کليزې مبارکي وايي.

الهداية خپرندويه ادارې، کال وړاندې پر فعاليت پیل وکړ، چې تر اوسه يې په فکري فرهنګي برخه کې لاسته راوړنې لرلې دي.

دې ادارې په يو کال کې 131 بېلابېل فکري، سیاسي او ټولنیز کتابونه د اپليکېشن په ډول په انټرنيټ خپاره کړي دي، چې تر اوسه پورې تر دوه سوه او پنځوس زرو تنو پورې خپلو موبایلونو ته ښکته کړي دي.

له پورته شمېر نه 196332 تنه لا هم ښکته کړي کتابونه لولي او 53668 له خپلو موبایلو پاک کړي دي.

په ټولو کتابونو کي ( د انټرنیتې ځونانو لپاره ) په نوم کتاب 15201 ځله ډاونلوډ شوی ده.
نوموړی کتاب په لاندي ممالکو کي له تعداد سره سم ډاونلوډ شوی ده چې لا هم ورځ تر بلې ډاونلوډیږي.
افغانستان کې 10700 په پاکستان 1660 په سعودي عرب کي 728 په دوبۍ کي615 په ایران کي 524 او پاته په نورو ملکونو کي ډاونلوډ شوی ده.

زموږ اداره د کتاب خپراوي لپاره یوازې اسلامي اصول په پام کې نيسي، چې د همدې معیار پر اساس زموږ ټول خپاره شوي کتابونه، يا د کتابونو لیکوالو، یا هم د الهدایة ادارې مينه والو یا هم زموږ همکارانو پخپل ذوق ټاکلي دي.

الهدایة خپرندويه اداره، د خپل کار لپاره د الله جل جلاله رضا لومړی هدف او بیا د خپل ولس فکري بیداري خپل مسوولیت بولي.

د دې ادارې ټول خپاره کړي کتابونه پر دې ادرس موندلی شئ!

https://play.google.com/store/apps/developer?id=%D8%A7%D9%84%D9%87%D8%AF%D8%A7%DB%8C%D8%A9+%D8%AE%D9%BE%D8%B1%D9%86%D8%AF%D9%88%DB%8C%D9%87+%D8%A7%D8%AF%D8%A7%D8%B1%D9%87

ټیلیګرام چینل: Telegram.me/HedayatApp

که د چارو د لا ښه سمون لپاره نظر، نیوکه او وړانديز لري لطفاً مه يې سپموئ!
[email protected]

په خورادرنښت

الهدایة خپرندویه اداره

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د