فوټبال: د فیفا ۲۰۱۸ نړیوال جام سیالیو کې، څوک له چا سره لوبیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ لیندۍ، ۱۳۹۶ل) د فوټبال نړیوال فدراسیوان فیفا د ۲۰۱۸ نړیوال جام لوبو لپاره پر ۳۲ لوبډلو ګډ جدول اعلان کړ.

وړمه ورځ د روس په پلازمینه ماسکو کې د فیفا غونډې په ترڅ کې د ۳۲ لوبډلو ګروپونه اعلان شول.

جدول کې ۸ ګروپه شامل دي، او په هر ګروپ کې ۴ لوبډلې دي، چې دغه لوبډلې به له خپلو ګروپ ملګرو سره لوبې کوي او له هر ګروپ څخه به ۲ لوبډلې دوهم پړاو ته چې ۱۶ لوبډلې به په کې لوبیږي، وځي.

د دوهم پړاو د لوبو وخت او څوک به له چا سره سیالي کوي به په هاغه وخت اعلانیږي کله چې له هر ګروپه ۲ لوبډلې بهر شي او ۲ نورې یې دغه پړاو ته داخلې شي.

د فوټبال نړیوال جام سیالۍ لومړۍ لوبه به د روس او سعودي ترمنځ د ماسکو ښار په لزهنیکي لوبغالي کې په ۱۴ جون تر سره شي.

د ۸ ګروپونو نوملړ په لاندې ډول دی:

ګروپ A: روس، سعودي، مصر او یوروګوای.

ګروپ B: پورتګال، هسپانیا، مراکش او ایران.

ګروپ C: فرانسه، استرالیا، پیرو او ډنمارک.

ګروپ D: ارجینټینا، آیس لینډ، کروشیا او نایجیریا.

ګروپ E: برازیل، سویس، کوسټا ریکا او سربیا.

ګروپ F: جرمني، میکسیکو، سویډن او جنوبي کوریا.

ګروپ G: بیلجیم، پاناما، تونس او برتانیا.

ګروپ H: پولینډ، سینیګال، کولمبیا او جاپان.

په پورته ګروپونو کې تر ټولو سخت ګروپ، ګروپ B یاد شوی، چې په کې د ۲۰۱۰ نړیوال جام اتل هسپانیا او نړیوال لوبغاړي کرسټیانو رونالډو لوبډله پورتګال شاملې دي.

یاد جام د فیفا یوویشتم نړیوال جام دی چې د جون په ۱۴مه پیل او جولایي په ۱۵مه پای ته ورسیږي، او راتلونکی نړیوال جام به په ۲۰۲۲ز کال په قطر کې ترسره شي.

د یادونې وړ ده چې ۴ ځله نړیوال جام وړونکې لوبډله ایټالیا او همدا رنګه تکړه لوبډله هالينډ له دغه جام څخه بهر شوي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د