نړۍ

نایجریا کي له سلو زیاتي انجوني یرغمل شوې

نن ټکی آسیا: د نایجریا چارواکي وايي، چې د هېواد په شمال ختیځ کې له یوه ښوونځي څخه له سلو زیاتې انجونې تښتول شوي دي.
دا پېښه په شېبوک سېمه کې را منځته شوې او د یادې سېمې اوسېدونکو او امنیتي چارواکو دواړو پېښه تایید کړي.

د پېښي یوه عیني شاهد د نوم د نه څرګندولو په شرط سرچینې ته ویلي، چې وسلوال کسان وړمه ورځ مازدیګر له لمر لوېدو وروسته را ورسېدل او د دولتي ښوونځي پر ودانۍ يې هجوم ور وړ، چې د ښوونځي د ساتونکو له لنډ مقاومت سره هم مخ شول. یو ساعت وروسته یې سېمه په کنټرول کې واخیسته او په لارۍ موټرو کې یې له سلو زیاتې زده کوونکي انجونې په ناڅرګند لورې وتښتولې.
تر اوسه د پېښي پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې. خو یوې حکومتي افسر سرچینې ته ویلي، چې په پېښه کې ښایې د بوکوحرام وسلوال کسان لاس ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x