افغانستان

تخار: اربکي خپله مېرمن او خواښې وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲ لیندۍ، ۱۳۹۶ل):د تخار ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند سمونیار عبدالخلیل اسیر وايي، تېره ورځ د خواجه بهاء الدین ولسوالۍ په مغولانو سیمه کې یو اربکي خپله مېرمن او خواښې پر ډزو وژلي او قاتل یې هم په روغتون کې وژل شوی دی.

د اسیر په خبره، وژونکی د تېښتې پر مهال د پولیسو پر ډزو ټپي شوی و او وروسته د درملنې په موخه روغتون ته وړل شوی و، چې د مېرمنې ماما یې قاتل په روغتون کې وواژه.

دی وايي، د وژل شوې مېرمنې ماما هم په اربکیانو کې و او روغتون ته د خپل ټوپک سره ننوت او وژونکی یې وواژه.

د تخار د مرکزي روغتون ډاکټران وايي، دواړه مېرمنې ټپي شوې وې او په روغتون کې یې ساه ورکړه.

تراوسه د پېښې د علت په اړه څه نه دي ویل شوي.

د هېواد په ډېرو ولایتونو کې اربکیان په غلا، چور، چپاول او غیرقانوني کړنو تورن شوي؛ خو د خپلې کورنۍ غړیو د وژلو پېښه یې شاید لومړۍ وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x