افغانستان

امین کریم: د بهرنیو ځواکونو په شتون کې سوله ناشونې ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي غړی امین کریم وايي، چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په شتون کې سوله ناشونې ده.

د ده په خبره، بهرنیو ځواکونو شپاړس کاله د طالبانو پر ضد جګړه وکړه؛ خو د هېواد امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او د سولې لپاره پکار ده، چې بهرنیان ووځي او د دوی په شتوالي کې سوله نه شي راتللی.

ده د ملي یووالي حکومت ته وړاندیز وکړ، چې په اساسي قانون کې ځینې بدلونه راولي؛ څو د جګړې دواړه ښکېلې غاړې سولې ته نږدې شي.

د امین کریم په خبره، زور او جګړه ښې پایلې نه لري؛ ځکه سیمه‌ییز استبداد نړیوال استبداد ته لمن وهي او دلته جګړه پراخوي.
د حزب اسلامي غړی وايي، په ۲۰۱۴ کال کې د بهرنیو ځواکونو شمېر لږ شو او حزب اسلامي هم له حکومت سره د سولې خبرې پیل کړې او پایله یې هم مثبته وه.
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي غړی امین کریم د بهرنیو ځواکونو وتل داسې مهال غوښتي، چې د زرګونه بهرنیانو په شتون کې یې سوله وکړه او د حکومت شرایط یې ومنل.

ضعیف: د امریکا پوځي حضور؛ د سولې پر وړاندې اصلي خنډ دی

حزب اسلامي څو کاله مخکې د سولې په خبرو کې د بهرنیو ځواکونو بشپړ وتل مهم شرط ایښی و؛ خو څو میاشتې وړاندې له دې شرطه تېر شول او د ملي یووالي حکومت سره یې سوله وکړه.
تېره ورځ د «سیمه‌ییزو او ستراتېژیکو مطالعاتو مرکز» له لوري د «بن بست صلح در کشور و راه بیرون رفت» تر سرلیک لاندې د سولې اړوند غونډه کې په اسلام اباد کې د افغانستان پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف هم بهرنیان د سولې په خبرو کې لوی خنډ وباله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اقبال

د بزی بچی همدا کوی همدا . وایی یوه مسلمان د هندو په میرمن د جنسی تجاوز کړی وو هندو ورپسی وو په یوه مسجد برابر شوی مسلمان په جنابت کی هم جماعت کی د مرګ له ویری په لمانځه دریدلی ، هندو ویریدلی چه ټول مسلمانان راباندی راټول نه شی صبر یی کړی له لمانځه وروسته یی چیغی کړی چه هغه سړی زما میرمنی باندی جنسی تجاوز وکړو خلکو ورته ویل خدای دی غرق کړه هغه خو مونږ سره په لمانځه ولاړ وو ، هندو ورته ویل مسلمانانو ورونو ستاسی دغه مسلمان هم دا کوی هعم دا . زه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x