نړۍ

سعودي عربستان: که چا ښځه ووهله ۵۰ زره ريال به جريمه کيږي

نن ټکی اسيا: سعودي عربستان کې کورنيو شخړو په ځانګړې توګه د ښځو پر خلاف تاوتريخوالي اړوند سخت قوانين جوړ شول.
په دې اړه د سعودي د ټولنيزو چارو وزارت اعلان کړی چې، که چا خپله ښځه و وهله، نو پنځوس زره رياله به جريمه کيږي او له يوې مياشتې تر يو کاله به بندي کيږي.
سعودي چارواکو ويلي چې، د بند سزا به پر ښځه د تيري او وهلو په اندازه ټاکل کيږي.
که د ميړه د وهلو په نتيجه کې ښځې خپل ژوند له لاسه ورکړ نو بيا جريمه او بند ندی، بلکې د شريعت ټاکلې سزا يعنې پر مرګ به محکوميږي.
که څوک يوار په سزا محکوم شول او بيا يې دغه عمل تکرار کړ، نو سزا به يې دوه چنده وي.
د سعودي د ټولنيزو چارو د وزارت د ښځو د ژغورنې د چارو مدير دکتور محمد الحربي ويلي چې، نوموړې سزاګانې يې د بشري چارو د کار پوهانو په مشوره ټاکلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x