افغانستان

د برېښنايي پېژندپاڼو ازمايښي وېش پیل شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د مخابراتو او ټکنالوجۍ سرپرست وزیر شهزاد ګل اریوبي وايي، د برېښنايي پېژندپاڼو ازمايښتي وېش یې یوازې په پلازمېنه کابل کې پیل کړی او وروسته به نورو ولایتونو کې پیل شي.

اوسمهال په څلورمه کارته، دشت برچي، احمد شاه بابا مېنه او شش درک سیمو کې د برېښنايي پېژندپاڼو وېش پیل شوی دی.

د ده په خبره، د مخابراتو او ټکنالوجۍ وزارت په ټول هېواد کې د برېښنايي پېژندپاڼو وېش ته چمتو دي او ډېر ژر به دغه پروسه پیل کړي.

په نویو برېښنايي پېژندپاڼو کې د «اسلام» او «افغان» کلمو پر سر لانجه له تېر یوه کال راهیسې روانه وه.
ولسي جرګې تېره میاشت په نویو برېښنايي پېژندپاڼو کې د اسلام او افغان کلمو ضد رایه وکړه؛ خو مشرانو جرګې د ولسي جرګې پرېکړه بېرته رد کړه.
د ولسي جرګې له پرېکړې وروسته د هېواد په ډېرو ولایتونو کې په برېښنايي پېژندپاڼو کې د اسلام او افغان کلمو په ننګه لاریونونه وشول او له ولسي جرګې یې وغوښتل چې خپله پرېکړه بېرته واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x