دیني، سیرت او تاریخ

پړمخې نه ویده کېدل

دکتور کفایت الله وردګ

انسان په مختلفو ډولو سره څملاستلی شي پدې مختلفو ډولونو کې یو دادی چې انسان پړمخې څملي یعنی پر خپله خیټه باندې ور څملي داسې څملاستل مکروه دي ا و ځان ورڅخه ساتل سنت دی له حضرت ابی هریره رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمايي : رَأَى رَسُولُ اللَّهِ صلى اللهُ عليه وسلم رَجُلًا مُضْطَجِعًا عَلَى بَطْنِهِ، فَقَالَ: إِنَّ هَذِهِ ضَجْعَةٌ لَا يُحِبُّهَا اللهُ . سنن الترمذي

ترجمه : رسول الله صلی الله علیه وسلم یو کس ولیدو چې پړمخې پروت وو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : دا داسې څملاستل دي چې الله جل جلاله یې نه خوښوي .

همدارنګه له حضرت ابی امامه رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمايي : مر النبي صلى الله عليه و سلم على رجل نائم في المسجد منبطح على وجهه فضربه برجله و قال : قم واقعد فإنها نومة جهنمية. رواه ابن ماجه

ترجمه : رسول الله صلی الله علیه وسلم د یو کس په خوا کې تېرېدو چې په جومات کې پړ مخې پروت ویده وو رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه په خپله پښه مبارکه باندې ووهلو ورته یې وویل : پاڅیږه کینه ځکه دا خوب د دوزخیانو دی . (یعني دا ډول څملاستل).

یاد ګېرنه : دا لړۍ مونږ ددې لپاره شروع کړې چې تر تاسې پورې یو سنت در ورسیږي ، که لتاسې نه هېر شوي وی در په یاد به شي ، که تاسې ته په یاد وي ستاسې لپاره به تکرار شي او که ستاسې نه وو زده دا به ستاسې لپاره نوي او مبارک معلومات شي د صدقه جاریه په نیت یې له خپلو ملګرو سره شریکول او ثواب ګټل یې ستاسې کار دی .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نا پيژاند

الله ددی نیک عمل اجردر کری مننه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x