kidney op

هغه لس عادتونه چې د پښتورګو د ناکاره کېدو سبب ګرځي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د بولډ سکای په نامه وېب پاڼه چې په روغتیا او کورنۍ چارو کې تخصص لري، خپل لوستونکي د لسو عادتونه څخه منعه کوي، ځکه چې په وینا یې د پښتورګو د ناکاره کېدو سبب ګرځي.

پښتورګي د انسان روغتیا لپاره ډیر اړین دی او په بدن کې مهمې دندې په غاړه لري. پښتورګي له بدن څخه زهري مواد خارجوي، وینه فلټر کوي، منرالونه جذبوي او اسیدونه خنثی کوي.

نه یوازي دا بلکې د بولو او فضلاتو څخه د بدن خلاصون او د هغوی له ضرر څخه د جسم ساتنه، په جسم کې د برېښنا تنظیمول، هغه هرمونات جوړول چې په بدن کې د هډوکو روغتیا ساتي، د وینو د سرو حجرو جوړونه او د وینې فشار تنظیمول هم د پښتورګو په وظایفو کې داخل دي.

د پښتورګو ناروغي ته ولي غلې ناروغي وايي؟

د پښتورګو ناروغي تر څو کلونو پورې هم پټ پیدا کیدی شي ځکه که چیرې پښتورګي یوازې ۲۰ سلنه پاتې وي او نور له منځه تللی وي بیا هم خپل فعالیت ته ادامه ورکوي. له همدې امله د پښتورګو ناروغیو ته غلی ناروغي هم وايي.

هغه لس عادتونه چې د پښتورګو د ناکاره کېدو سبب ګرځي:

۱- په کافي اندازه اوبه نه څښل

پښتورګي د خپلو فعالیتونو ساتلو لپاره کافي اندازه اوبو ته اړتیا لري. په کافي اندازه اوبه نه څښل د دې لامل ګرځي چې زهرجن مواد په وینه کې ټول شي ځکه چې پښتورګي یوازې د اوبو په مرسته کولی شي زهرجن مواد له بدن څخه خارج کړي.

۲- ادرار ځنډول

د زیات وخت لپاره ادرار ځنډول د ادرار فشار زیاتوي چې په پایله کې په پښتورګو کې د تیږې پیدا کیدو او یا هم په بشپړ ډول د پښتورګو کار پریښودلو لامل ګرځیدی شي.

۳- د مالګې زیات استعمال

بدن خپل فعالیت ساتلو لپاره مالګه او سودیم ته اړتیا لري. خو ځینې خلک بیا له اندازې زیاته مالګه استعمالوي کوم چې په پښتورګو فشار اچوي او د وینې فشار اوچتوي. په ورځنی ډول باید له پنځو ګرامو څخه زیاته مالګه استعمال نشي.

۴- د بورې زیات استعمال

هغه کسان چې په ورځنی ډول دوه یا له هغې څخه زیات بوره لروونکي مشروبات څښي د هغوي په ادرار کې پروټین د عامو خلکو پرتله زیاته وي. په ادرار کې پروټین د پښتورګو فعالیت زیانمنوي او د مختلفو ناروغیو لامل ګرځي.

د جاپان په پوهنتون کې یوې ترسره شوې څیړنې کې څرګنده شوې چې په ورځنی ډول دوه او یا له هغې څخه زیات بوره لروونکي مشروبات څښل د پښتورګو د ناروغیو خطر زیاتوي.

په ادرار کې د پروټین شتون د دې ښکارندوی دی چې پښتورګي زیانمنې شوي او خپل فعالیت په سمه توګه نشي ترسره کولی خو په دغه مرحله کې بیا هم پښتورګي د درملنې وړ وي .

۵- په کافي اندازه خوب نه کول

د شپې لخوا په کافي اندازه او ارامه خوب نه یوازې دا چې د انسان روغتیا ته ډیر ګټور او اړین دی بلکه د پښتورګو لپاره هم ډیره ګټه لري. د پښتورګو حجرات د شپې له لوري بدلیږي چې له همدې امله په وخت نه ویده کیدل پښتورګي زیانمنوي.

د انسان جسم د خوب پوره ساعتونو ته اړتیا لري، تر څو د خوب پر مهال هغه ضررونه اصلاح شي د ورځې پښتورګي ورسره مخ کیږي.

۶- د منرالونو او ویټامینونو کموالی

خپل خوړو کې د سبزیجاتو او میوو استعمال د بدن عمومي روغتیا او پښتورګو ته ډیره زیاته ګټه لري. کله چې بدن د منرالونو او ویټامینونو له کموالي سره مخ شي نو په پښتورګو کې د تیږې پیدا کیدل او د پښتورګو د کار پریښودلو خطر زیاتیږي. مګنیزیم او ویټامین بي ۶ د پښتورګو د ناروغیو څخه مخنیوي په برخه کې مهم رول لوبوي.

۷ – ډېره قهوه څیښل

په قهوه کې موجوده زیاته اندازه کافیین کیدای شي پښتورګو ته درانده تمام شي او همداسي کیدای شي د وینو فشار لوړ کړي، ځکه نو کیدای شي د وخت په تیرېدو سره زیاته قهوه څیښل پښتورګو ته ضرر ورسوي.

۸- د درد دواګاني په ډېره اندازه کارول

د درد دواګاني عموما ځیني خطرناکه کیماوي مواد لري، چې زیات او بې ځایه استخدام یې کیدای شي د انسان پر جسم باندي نور جانبي عوارض ولري، چې یو د هغو عوارضو څخه یې پښتورګو او ینې ته ضرر رسول دي.

۹- حیواني پروټین په زیاته اندازه کارول

په ځانګړي ډول سره غوښه پر پښتورګو فشار زیاتوي، ځکه نو د روغتیا ماهرین د پښتورګو د سالم پاته کېدو لپاره د زیاتو غوښو خوړلو څخه ډډه کوي.

۱۰- شراب څیښل

د الله تعالی یو له نعمتونو څخه دادی چې شراب یې حرام ګرځولي، ځکه چې شراب د نورو زیانونو تر څنګ ینې او پښتورګو ته هم ډېر زیان رسوي او پر دواړو غړو باندي ډېر زیات فشار راولي چې له امله یې د هغوی د کاره کیدو سبب هم کیدای شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د