fbpx

پر موبایل او ټولنیزو پاڼو روږدېدا دماغ ته څه تاوان رسوي؟

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): برتانوی ورځپاڼې انډیپنډنټ یوه څېړنه خپره کړې چې له مخې یې هغه اضرار په ګوته شوي چې د موبایل او ټولنیزو پاڼو روږدېدا یې سبب ګرځي.

څیړونکو ویلي چې پر تلیفون او ټولنیزو پاڼو روږدېدل د دماغ فعالیت ته ښکاره ضرر رسوي او په دماغ کې د کیماوي اضطراب سبب ګرځي چې له امله یې کاروونکی د ستړیا او سخت خفګان احساس کوي.

ورځپاڼه وايي، پر ۱۹ هغو ځوانانو څیړنه شوې چې د تلیفون او ټولنیزو پاڼو روږدېدا یې تشخیص شوې وه، په دماغ کې یوه ځانګړې کیمايي ماده ده چې په مختصره توګه ورته «GABA» ویل کیږي، کوم چې په دماغ کې مختلفې اشارې کنټروله وي. کله چې ددوی او نورو جوړو اشخاصو تر منځ پرتله وشوه، معلومه شوه چې روږدي کسانو په دماغ کې دغه کیماوي ماده په سمه توګه کار نه کوي او دماغ ته ژور زیان رسیږي چې له امله یې د خوب کموالی، ستړیا او ډیر خفګان را منځته کیږي.

سرچینه: العربیه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د