حماس قدس ته د امریکايي سفارت پر انتقال خلک پاڅون ته رابللي دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): په فلسطین کې د حماس ډلې ویلي که چیري د امریکا ولسمشر ټرمپ قدس شریف ته د خپل سفارت د انتقال اوامر صادر کړي، نو د قدس شریف اوسیدونکي دي پلار لاریونونه او پاڅون وکړي.

ټاکل شوې چې سبا د «دوشنبې» په ورځ د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ قدس شریف ته د امریکايي سفارت د انتقال په اړه خپل نظر ورکړي.

حماس ډلې په یوه خبرپاڼې خپرولو سره د فلسطین ولس باندي غږ کړی چې ددغه سي یوه فرمان مخه باید په خپلو جسدونو ونیسي او ددغه ښکاره ظلم او تیري مخه ونیسي او پاڅون (انتفاضه) وکړي.

خبرپاڼه زیاتوي: په رسنیو کې د امریکايي ولسمشر ټرمپ د نیت په اړه راپورونه ورکول کیږي چې غواړي قدس شریف ته د امریکا سفارت انتقال کړي، مونږ د حماس ډله ددغه سي یو غیر سنجیده فرمان پایلې خطرناکې بولو، ځکه چې دا به د امریکا له لوري د قدس شریف سره ښکاره دښمني وي او د ښار د یهودي کولو او فلسطینانو د شړلو دسیسه ده چې د نړیوال قانون ښکاره خلاف کار دی.

حماس زیاته کړې چې د امریکا ولسمشر فرمان که هر رنګه وي، دا حقیقت څوک نه شي بدلولای چې قدس شریف یوه فلسطینۍ اسلامي او عربي ځمکه ده.

حماس ډلې همدا راز پر اسلامي او عربي هیوادونو غږ کړی چې په ولسي او حکومتي کچه خپل مسؤولیتونه ادا کړي او دداسي یوې پریکړي مخنیوي وکړي.

باید وویل شي څو ورځې وړاندي د یهودانو په یوه غونډه کې د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس ویلي وه چې ولسمشر قدس شریف ته د امریکا د سفارت په انتقال کې جدي دی خو مناسب فرصت ته ګوري.

ټرمپ هم په خپل انتخاباتي کمپاین کې وعده کړې وه چې سفارت به قدس شریف ته انتقالوي، خو شپږ میاشتې تر مخه یې ځکه دغه فرمان وځنډوی چې په وینا یې غواړي په فلسطین کې یوې حل لارې ته لومړی ورسیږي او بیا سفارت انتقال کړي.

باید وویل شي چې د امریکا حکومت په رسمي ډول د اسرائیل پلازمینه «قدس شریف» بولي، ځکه په کال ۱۹۹۵ کې د امریکا کانګریس یو قانون تصویب کړ چې له مخې یې د امریکا حکومت باید لازما قدس شریف د اسرائیل پلازمینه وبولي او سفارت ورته انتقال کړي، خو په دغه قانون کې بیا هم د امریکا ولسمشر ته دا اجازه ورکول شوي چې هر شپږ میاشتې وروسته د سفارت پر انتقال نظر ورکړي چې ایا دا کار باید اوس تر سره شي او که وځنډول شي، چې له هغه راهیسي يې د امریکا ولسمشران د حالاتو د ناسمتوب په پلمه ځنډوي چې همداسي شپږ میاشتې تر مخه د امریکا ولسمشر ټرمپ هم وکړ.

بلخوا د فلسطین رسمي حکومت هم ګواښ کړی چې د امریکا د سفارت انتقال به ورانوونکی اثر ولري ځکه چې په وینا یې د قدس «ختیځه» برخه د فلسطیني دولت حق دی تر څو یې خپله پلازمینه وګرځوي.

د یادونې وړ ده چې عربي هیوادونه او د فلسطین رسمي حکومت له وړاندي لا پر دې راضي شوی چې د قدس شریف ښار پر دوه نیمی کړي، چې په ختیځه برخه کې به یې د فلسطین پلازمینه جوړیږي.

دا هم باید وویل شي چې د حماس ډله په داسي وخت کې د عربي او اسلامي هیوادونو څخه د مرستې غوښتنه کوي چې د سعودي په شمول یې اکثره عربي او غربي هیوادونه تروریستۍ ډله بولي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د