
ولسمشر د خپلو خبرو له امله بښنه غوښتې
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): ولسمشر غني، چې وینا يې ډېری وخت له غلطيو تشه نه وي، د خپلې يوې تازه احساساتي وینا له امله بښنه غوښتې.
نوموړي تېره ورځ په یوه غونډه کې پخپل ځانګړي جدي انداز سره وویل، څوک چې حکومت د داعش ملاتړی بولي او بیا يې ثبوت نه کړي، نو ټیکري دې پر سر کړي او شرم دې وکړي.
نږدې څلورويشت ساعته وروسته ارګ د ولسمشر د وینا له امله له مېرمنو بښنه وغوښته او ويې منله چې د مېرمنو پر وړاندې يې زیاتی کړی دی.
که څه هم خبرپاڼه کې د ولسمشر له لوري د بښنې غوښتلو جملې واضح لیکل شوې، خو ضمناً يې د لوستونکي د پام غلطولو لپاره دا هم لیکلي چې د هغه خبرې ناسمې تعبیر شوې دي.
ولسمشر غني، چې له دودیزو اصطلاحاتو سره پوره نابلد ښکاري، تر دې وړاندې هم د ګواښونو پر وخت نادرې ویلي دي.
نوموړي داعش ته په ګواښ کې ویلي و، « سره به مو په ککرۍ کې درمات کړم!» او هم يې له ایران سره د اوبو پر ناندریو په احساساتي وینا کې ژمنه وکړه، چې که مې اوبه را ونه ګرځولې « زه به د خپلې مور زوی نه یم!»
پر دې سربېره ولسمشر ډېری وخت په دیني مسائلو کې د ځان پوه ښودولو په نیت کله کله تبصرې کوي، چې چورلټ ناسمې راوځي.
هغه په تاجکستان کې افغان محصلینو ته د وینا پر مهال وویل، له احاديثو وروسته بخاري شریف د اسلام مهم کتاب دی!
د ولسمشر غني له لوري د تېرې ورځې څرګندونو توند غبرګونونه راوپارول، چې د ښځو د حقونو فعالانو نوموړی بښنې ته اړ یوست.
د جناب داکتر اشرف غنی ولسمشر چی دوهم متفکر په جهان کی او یو خه اداره کوونکی هم ده هغه اشخاص چی د ملت په وینو یی لاسونه سره او په فساد کی خکیل دی جدی مبارزه وکری د افغانستان ولس یی ملاتر کوی زنده باد داکتر اشرف غنی