افغانستان

نبيل: په حکومت کې ځينې کړۍ له ای ایس ای سره اړيکي لري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ملي امنیت پخواني رییس او د ملي محور ګوند د رهبري شورا غړي، رحمت الله نبیل حکومت له ای ایس ای سره په اړیکو تړلو تورن کړ.

نبیل د کندهار لويې غونډې ته په خبرو کې وویل، د حکومت دننه ځينې کړۍ د پاکستان له استخباراتو سره ژورې اړیکي لري او نه غواړي د افغانانو تر منځ یووالی راشي.

په دې غونډه کې چې تېره ورځ کندهار کې ترسره شوه، مخورو سیاستوالو ګډون کړی و، چې په پای کې پنځه مادییز پرېکړه لیک ولوستل شو.

رحمت الله نبیل پخپلو خبرو کې وویل، د حکومت د جوړېدو په پیل کې يې له امنیت شورا سره داسې معلومات شریک کړل، چې پاکستاني استخبارات د افغان سیاسیونو او ولس ترمنځ درز اچوي؛ خو حکومت ورته پام ونه کړ.

د کندهار د غونډې بل ویناوال ظاهر قدیر و، چې حکومت يې یو ځل بیا د داعش پر ملاتړ تورن کړ او په زغرده يې وویل، د طالب او داعش په جګړه کې حکومت د داعش لوری نیسي او یوازې طالبان ځپي.

د نوې ملي جبهې غړي، انوارالحق احدي بیا حکومت له هره اړخه ناکام وباله او په وینا يې په اقتصادي او امنیتي ټولو ژمنو کې پاتې راغلی.

د احدي په خبره یوازې تېر کال نږدې ۴۰۰۰ تنه سوداګر له هېواده وتلي، چې دلته يې پانګونې ته زړه نه شوای ښه کولی.

د کندهار غونډه، چې د حکومت له مخالفت سره – سره بیا هم ترسره شوه، پر وړاندې يې مخالفین او موافقین دواړه درلودل.

حکومت او ولسي جرګې دا غونډه د حکومت پر ضد بلله او تر خپله وسه يې د بې نظمۍ او مخنیوي هڅه کوله.

غونډه د بلخ د والي د معطل کېدو له امله یوه ورځ وځنډول شوه، خو ځينې سرچينې وايي د بلخ والي له حکومت سره د معاملې له مخې پخپله خوښه په غونډه کې له ګډونه راوګرځيد.

عطامحمد نور د مزار هوايي ډګر کې په نرمو اعصابو رسنیو ته وویل، چې دوی ته د تګ اجازه ورنه کړل شوه او دا یوه ناقانونه هڅه وه.

د کندهار دې غونډې پنځه ماده‌ییز پرېکړه لیک کې د شویو غوښتنو د پوره کېدو لپاره حکومت ته دوه میاشتې وخت ورکړی.

په پرېکړه لیک کې د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره د ټاکنیزو کمیسیونونو د غړو بدلول غوښتل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mha

Fighting against Russian Invasion was DIRECTLY managed by the ISI Generals and the DOLLARS, Stingers from US, I saw some of the people in seven groups of so called Mujaheddin were under the command of ISI and would do every thing the ISI wanted, I saw ISI General Hamid Gul in contact with many Mujaheddin, as far as the fighting against soviet and the defeat of Russian army and communist regime is concerned the government of Pakistan, ISI and many brave Arab fighters shall not be ignored.

mha

The fight is on the MONEY, the assets and Millions of dollars will get frozen by the government of Mr Ghani. These warlords and Mafia stole Millions of dollars and saved in foreign banks and Mr. Ghani sahib is going to freeze it for them, yes he will.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x