افغانستان

پکتيا: ګرده څېړۍ کې بهرنيو عسکرو يوه ښځه او سړی وژلي

نن ټکی اسيا: له پکتيا څخه رارسيدلي خبرونه وايي چې، تېره شپه امريکايي عسکرو د پکيتيا ولايت ګردې څېړۍ په خاخيلو سيمه کې د چاپې پر مهال په ولسي وګړو زور زياتی وکړ او يوه ښځه او سړی يې و وژل.
ځايي خلک وايي چې، د امريکايي عسکرو د چاپې پر مهال په سيمه کې سخته ويره او ترهه خپره وه او ولسي خلک يې ډېر وځورول، د کورونو د تالاشي پر مهال يې خلکو ته مالي زيانونه هم اړولي دي.
د يادونې وړ ده چې، پرون د سه شنبې په ورځ هم د خوست ولايت نادر شاه کوټ ولسوالۍ زني خليو کې هم امريکايانو دوه ماشومان او يوه ښځه وژلي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x