شعـــــرونه

نعت شریف/ اجمل اند

اجمل اند

ژوند مې ستا تر نامه زار دی پیغمبره (ص)
خو یو درد مې پر زړه بار دی پیغمبره (ص)

چې نه ستا نه د مولا (ج) رضا په کې ده
قام روان پر داسې لار دی پیغمبره (ص)

سیپارې د ماشومانو له لاس اخلي
یو بدرنګ دلته سردار دی پیغمبره (ص)

منارې د جوماتونو را نړېږي
د هر چا په زړه کې ډار دی پیغمبره ( ص)

څوک یې ستا ، څوک یې د کفر په نوم اخلي
دلته ژوند ډیر خوار و زار دی پیغمبره (ص)

هر پرهر مې د خپل ورور د خنجر نښه
هر ګوزار مې خپل ګوزار دی پیغمبره (ص)

د رڼا لارې له موږه ټولې ورکې
له تیارو سره مو کار دی پیغمبره ( ص)

خپل لاسونه مې په خپلو وینو سره دي
عجیبه زما روزګار دی پیغمبره (ص)

د پردیو د لښکرو کوربانه دي
که مې کلی که مې ښار دی پیغمبره ( ص)

اجمل اند

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x