سعودي: د مکې پر لاره د سپیانو د غوښو پخوونکي هوټل حقیقت څه دی؟

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د سعودي چارواکو د هغو راپورونو په اړه غبرګون ښودلی چې په دې وروستیو کې په ټولنیزو پاڼو کې خپاره شوي او ویل شوي چې د مکې مکرمې او «اللیث» تر منځ پر لاره باندي یوه هوټل کې د سپي غوښې پخیږي.

د مکې مکرمې د رسنیز دفتر مشر اسامه زیتوني رسنیو ته ویلي چې د سعودي د بلدیې چارواکو د شکایت تر لاسه کولو وروسته په بیړنۍ توګه پر یاد هوټل چاپه ووهله او هلته یې د غوښو او هوټل معاینات وکړه چې له مخې يې معلومه شوه چې هلته هیڅ داسي څه نشته چې نیوکه باندي وشي.

نوموړي د سعودي پر اوسیدونکو غږ کړی چې خبرونه د تایید شویو سرچینو څخه واخلي او د ټولنیزو پاڼو په افواهاتو پسي دي نه ځي.

ویل کیږي چې تېره ورځ په ټولنیزو پاڼو کې ځیني انځورونه او غږیږ فایلونه خپاره شوي وه چې له مخې يې د مکې مکرمې په سویل کې پر یوه هوټل تور پوري شوی وو چې د سپیانو غوښې پخوي او په خلګو یې خوري.

باید وویل شي چې ددې تر مخه هم په مکه مکرمه کې پر یوې پخلنځي تور پوري شوی وو چې د پشیانو او سپیانو غوښې پخوي او پر هوټلونو یې خرڅوي چې هغوی یې بیا وروسته خپلو مشتریانو باندي خرڅوي چې اکثره یې د نورو هیوادونو څخه ورغلي حاجیان او معتمرین وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د