که واقعا دا خلګ د ولس په درد دردمن وای دوی به تر هرڅه وړاندې د هغوي امریکايي ظالمانه بمباریو په خلاف چې د بیدفاع ولسي وګړو په خلاف ترسره کیږي دغسي یوه غونډه جوړه کړې وای.

د کندهار غونډه په میله کې میله

نن ټکی اسیا ـ سر مقاله : له څو ورځو راهیسي د ګډ حکومت له ترکیب نه څو تجرید شویو معلوم الحاله څیرو تبلیغاتي هنګامه جوړه کړې چې ګواکي د ګډ حکومت بیواکي او فساد د هیواد روان وضعیت نا آرامه کړی او دوی غواړي د دې وضعیت د بدلون لپاره په لوي کندهار کې غونډه جوړه او د هغې په ترڅ کې ګډ حکومت د هیواد د روان وضعیت بدلولو ته اړباسي.

ګډ حکومت چې د تأسیس له لومړۍ ورځې راهیسې یې یوه ورځ هم د خپلو نامتجانسو عناصرو له اختلاف او ناندریو پرته نه ده تیره کړې اصلا د جانکیري د توافق نامې له مخې جوړ شوی په دې غرض دی چې افغانستان او افغانان له دغه ډول بحران سره مخ او دوی په اسانۍ سره خپلو اهدافو ته ځان ورسوي.

د کندهارغونډه په حقیقت کې د امریکایانو لخوا د افغانستان د بي ثباته وضعیت د لا بي ثباته کولو لپاره یوبله دسیسه ده چې د امریکایانو په دستور د هغوی د یوشمیر ګمارل شویو اشخاصو په وسیله تر سره کیږي.

د ګډ حکومت پرواک مسلط او د کندهار د غونډې بیواکه متصدیان په حقیقت کې ټول د امریکايي اشغال هغه فاسد تولیدات دی چې امریکایانو فقط د افغانستان او سیمي د بي ثباتي لپاره تولید کړي.

په ګډ حکومت کې د هغوي نامتجانس ترکیب ، له هغه څخه تجرید ول او یا د هغه په خلاف تحریکول ټول د امریکايي پلان او دستور له مخې کیږي ، نه دهغوی په خپل تصمیم او اراده.

اصلا له دغو کړنو څخه د امریکایانو هدف د افغانستان مزیده بي ثباتي او له خپلو جنګي جنایاتو څخه د افغانانو او نړیوالو پام اړول دي.

که واقعا دا خلګ د ولس په درد دردمن وای دوی به تر هرڅه وړاندې د هغوي امریکايي ظالمانه بمباریو په خلاف چې د بیدفاع ولسي وګړو په خلاف ترسره کیږي دغسي یوه غونډه جوړه کړې وای.

په داسې حال کې چې امریکايي یرغلګرو په تیرو دریو میاشتو کې د ټرمپ ستراتیژي د پلي کولو په پلمه پر ولسي وګړو تر ۵۰۰۰ زیات بمونه وغورځول او له امله يي په سلګونو ملکي کسان، ښځي او ماشومان ووژل شول ولي د دغو ښاغلیو افغاني غیرت په جوش رانغی چي هغوی ته دا ډول اخطار ورکړي لکه د اشرف غني بیواکه حکومت ته چې یې ورکوي؟

ایا همدا د کندهار د غونډې منتظمین هغه ښاغلي نه دي کومو چې تر ټولو وړاندې د ټرمپ د ستراتیژۍ په ګټه تائیدي غونډې جوړې کړي؟

دا ښاغلي چې نن د لوی کندهار د حقوقو د دفاع په نوم غونډې جوړوي هغه څوک نه دي چې تر ټولو وړاندې همدوي پر لوي کندهار امریکايي یرغل تائید او د هغه د بریالیتوب لپاره یې د امریکايي پلیو ځواکونو په رول کې کار وکړ؟

خلاصه دا چې د کندهار غونډه د افغانستان د نا امنۍ او بي ثباتۍ یو بله هڅه ده چې د امریکایانو په تحریک او تمویل ترسره کیږي.

دا ډول غونډې په حقیقت کې هغه امریکايي نمایشات دي چې په افغانستان کې د امریکايي جنایاتو د پټولو او د هغوی له ناکامیو څخه د پام اړولو په غرض وخت ناوخته نمایش ته وړاندې کیږي.

افغان ولس چې په تیرو ۱۶ کلونو کې د امریکایانو او د هغوی د وابسته ګانو کړه وړه لیدلي نه په دغه ډول نمایشاتو تیر ایستل کیږي او نه له هغو څخه د کوم مثبت تغیر هیله لري.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
أور تور
میلمه
أور تور

کره کتنه ده.

mha
میلمه
mha

THEY ARE PLAYING WITH FIRE.

افغان
میلمه
افغان

No they are playing under the planes and control of US and Nato