
ننګرهار: د ولسمشر غني ملاتړ غونډې ته نږدې چاودنې ۵ تنه وژلي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار په لومړۍ ناحيه کې چاودنه شوې، د لومړنيو معلوماتو له مخې ۱۲ کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
چاودنه نن له غرمې وروسته د شيرزي لوبغالي ته څېرمه د ولسمشر غني د ملاتړ غونډې ته نږدې شوې ده.
د لومړنيو معلوماتو پر اساس، په چاودنه کې پنځه تنه وژل شوي او اووه تنه نور ټپيان دي.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر پېښه تاييدوي وايي، چاودنه په موټرسايکل کې د ځای پرځای شويو چاودېدونکو توکو له کبله رامنځته شوې ده.
ځينو سرچينو ويلي، په دغې چاودنه کې د وژل شويو او ټپيانو تعداد له ورکړل شويو شمېر زيات دی.
تر اوسه د چاودنې مسئوليت چا په غاړه نه دی اخيستی.
ډیر خفه شوم الله تعالی د رحم وکری شهیدانو ته جنت فردوس او زخمیانو ته عاجله شفا
ډیر دردونکی خبر باید احساس کرو چی هر شخص مور پلار اولاد ورور او د یو فامیل سرپرست وي سه به ووایم په وس مو پوره نده یا الله تعالی الهی رحم وکړي
ظالمان الله ج ج پہ خفلہ سرہ اختہ کو مخکی لہ عطانور سرہ داکارکوی وسو اوس لہ غنی سرہ وسو بل وار دہ غبرگ عبداللہ وی ان شااللہ الله ج ج دہ وکی سی دا ظالمان پہ خفلہ خولی سرہ واچوی الله ج ج دہ وکی امین ثم یاربالعالمین امین ثم یاربالعالمین امین ثم یاربالعالمین امین ثم یاربالعالمین امین ثم یاربالعالمین امین ثم