افغانستان

کورنيو چارو وزارت: پر مريم کوفي بريد کوونکی پوليس ونيول شو

نن ټکی اسيا: د کورنيو چارو وزارت لخوا په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې، هغه پولیس يې نيولی چې، د ولسي جرګې پر ښځينه غړې مريم کوفي يې وسلوال بريد کړی وه.
خبر کاږي چې، تېره شپه شاوخوا لس بجې کابل ښار اريا ښار ګوټي کې د مريم کوفي او پوليس تر منځ له لفظي شخړې وروسته پوليس پر مريم کوفي ډزې وکړې چې، نتيجه کې يې مريم کوفي او د دې ساتونکی ټپي شول چې، اوس مهال د کابل ايمرجنسي روغتون کې د تداوۍ لاندې دي.
خبرپاڼه زياتوي چې، تر دې دمه د پيښې لامل ندی څرګند شوی.
د کورنيو چارو د وزارت چارواکي وايي چې، د مريم کوفي روغتيايي حالت د ډاډ وړ دی، ولې دوی تر اوسه په دې ندي توانيدلي چې، مريم کوفي او يا يې له کورنۍ سره اړيکه ونيسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x