افغانستان

د هوايي ځواکونو د سرطبيب د جنسي تېري قضیه تر کوم ځایه ورسېده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): نژدې يوه مياشت وړاندې د هوايي ځواک د سرطبيب ډګروال غلام رسول لغماني له لوري پر يوې نجلۍ د جنسي تېري کيسه په ورځپاڼو، ټلويزونونو او ټولنيزو شبکو کې توده وه، چې ډګروال غلام رسول د دندې ورکولو په بدل کې پر نوموړې نجلۍ تېری کړی و.

د جنسي تېري دغې خپرې شوې ويډيو د هېواد په ټولنيزو شبکو کې پراخ غبرګونونه راوپارول او خلکو غوښتنه وکړه، چې دغه ډګروال بايد محاکمه شي.

که څه هم ډګروال غلام رسول په يوه ويډيويي کليپ کې د ټولنيزو شبکو له لارې دغه تورونه رد کړي وو، خو د دفاع وزارت هوايي ځواک ويلي و، چې دغه قضیه به په جدي توګه وڅېړي او متهم ته به سزا ورکړي.

د دفاع وزارت مرستيال وياند محمد رادمنش ويلي، چې ډګروال غلام رسول د پوځي چارواکو ځانګړې څارونوالۍ ته معرفي شوی او قضيه يې لا هم تر څېړنو لاندې ده، خو څارنووالۍ تر اوسه په دې اړه د رسنيو د پوښتنو ځواب نه دی ویلی.

داسې ښکاري، چې د ډګروال غلام رسول د جنسي تېري کيسه هم د نورو زورواکانو د سرغړونو او تېريو په څېر د تل لپاره تري تم شي.

که د ډګروال غلام رسول د جنسي تېري قضیه هم د نورو زور واکانو د تېريو په څېر همداسې ورکه شي، په هېواد کې به پر قضايي ارګانونو د خلکو باور نور هم له منځه ولاړ شي.

په دولتي ادارو او د عسکرو په ليکو کې د جنسي تېري پېښې ورځ تر بلې ډېرېږي، حکومت هم په دې ستونزو اعتراف کړی، خو لا يې د مخنيوي لپاره په کوم ميکانيزم نه دی توانېدلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد نعیم سادات

نه پوهیږم چی د څه لپاره د نوموړی شخص په نوم پوری زموږ د هیواد د لغمان ولایت نوم تړل کیږی . لومړی دا شخص خپل تخلص د لغمانی په نوم نه یادوی . دوهم چیرته که داسی هم وی باید د نن ټکی اسیا اداره پداسی موضوع کښی د نوموړی له نوم سره د لغمانی کلیمه و نه کاروی . باید ولیکل شی ‌‌‌‌‌‌ډګروال غلام رسول نو د لغمانی کلیمی کارولو ته څه ضرورت دی

جمال

د لغمانی کلیمه ورسره د دی د پاره کارول کیږی چه دده په نوم یو بل فراهی عسکری صاحب منصب او په څنک کی ورسره ورته قواره لری اوایلو کی هغه د فشار لاندی وو او ډیرو ورته کنځل کول ، بیا دا خبره ضروری وګنل شوه چه دده سره دلغمانی کلیمه یاده شی چه هغه بل له دی شرم او مصیبت ژغورل شوی وی

Mohammad Halim Sharif

لمړی سرکی خپل سلامونه او احترامات د نن اسیا ویب پانی مسئول او کارکونکوته ډالی کوم. ډیری داسی قضیه شته چی قصدی ډول او یا د فشار روستلو لپاره تر کار اخیستل کیږی، ددغه کس د فساد په هلکه دومره معومات نلرم خو دا ویلای شم چی کله کله یا زیات وختونه هغه مسایل چی د پښتنو د نوم بد والی و کم را وستلو موضوع پکی مطرح وی په خواله رسنیو کی ډیر لاس په لاس کیږی او که همداسی عمل، د نور قومونو له خوا ترسره شی بیا ورته هیځ پاملرنه نه کیږی یا ورته داسی مطلب تهیه… نور لوستل »

غوربندی

د سرطبیب صاحب قضیه به د زرکلن مایکرو مفکر صاحب په حکومت کې ایله تر حمامه رسیدلې وي.

تف لعنت په دې شرمېدلو.

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x