د کندهار او ننګرهار د غونډو تر شا لاس د چا !؟

محمود افغان …

یو ځل چې خپله ازادي وپلورله سې ، بیا د حریت په لور قدم وهل او ځان ازاد ښودل یو تصور او خیال ښکاري ، استعمار د همیشه په څیر کوښښ کړی ، چې د مستعمرې د وګړو نبض د لاس په دوو ډیرو حساسو ګوتو سره وګوري ، چې داسي لاري چاري ځانته معلومي کړي ، چې د استعمار لپاره يې وکاروي .

امریکایانو دا لا له وړاندي درکړي وه ، او په ډیرو هیوادو کې تجربې کړې وې ، چې د معاشرې ټيټ ذاته ، لار ورکي او هغه بې استعداده خلک برسري اقتدار راولي ، چې د قدرت او پيسو ، عیشو عشرت له امله تر خپل ځان ، ملک او عزت نه هم تیر سې .

دلته يې همداسي وکړل د ملک په لر او بر کې داسي ټيټ ذاتي پر قدرت کښېول چې نه د اسلام ، نه د ملک او نه هم د خپل عزت غم ورسره دی ، دوی یوازي یو شی پېږني ، هغه دي پيسې ، له هرې لاري چې لاس ته ورځې پر هغې لاري سرپه نه کوي ، او دا ټولو ته معلومه ده ، چې د پيسو د جلب لپاره غوره لاره د قدرت پر ګډی کښېناستل دي .

دغه حریت صلبه طبقه به هیڅکله هم د خپلو بادارانو د ګټو خلاف یوه خبره هم نه کړای سي ، نو ستاسو څه خیال دی ، چې د امریکا په زور او زر ناست اشرف غني به د امریکایانو د پالیسۍ یوه خبره هم خلاف وکړای سي ؟ کله چې پر ولسي وګړو امریکایان بمبار وکړي ، نو دی تر ټولو او له هغوی نه خوښې ښکاره کړي ، او مننه ترینه وکړي ، چې د افغانانو دشمنان يې بمبار کړو ، خو زه نه پوهیږم ، چې افغانان نو بیا دي څوک ؟

د اشرف غني په څیر تر ده وړاندي غنیان (کرزیان) هم د دغو امریکايې ټانګو او B52 تیارو په زور پر افغانانو مسلت ول ، د کرزي ساتونکي به امریکایان ول !! خو نه پوهېږم چې دغو امریکایانو به دی ساتی له چا؟ د کرزي په وخت کې په سلهاو افغانان تر تیغ تیر سول ، خو کرزي به کله هم د لویې جرګې خبره نه وي کړي ، چې افغانان بمباريږي ، موږ لویه جرګه راغواړو ، چې مظلومان له ظلمه خلاس کړو ، ځکه هلته يې خپلي ګټي : پیسې او قدرت ته زیان او تاوان و .

خو نن په کندهار کې د لويې جرګې لپاره د هڅو په پار خبري ناسته روانه ده ، بالمقابل په ننګرهار کې بیا د اشرف غني په ملاتړ خلک راووتل ، اوس ستاسو په خیال څوک د افغان ولس غمور بلئ ؟ او په دوی کې به کوم لوری د افغانستان ګټي د امریکې تر ګټو وړاندي کړي ؟

خیال مې هیڅ کله هم نه کیږي ، چې د بادار په پیو مست دي د بادار له اجازې او ګټي پرته بله خبره وکړي .

زما په آند امریکایان بیا یو سیاسي تشنج جوړل غواړي ، نیمايې افغانان به د حکومت خلاف کړي او نور به د حکومت په ملاتړ لاري ته را وباسي ، دلته به په ملک کې اوبه بیا غړي سي ، نور په دوی ښه په بې غمۍ ، خپل مایان په کې نيسي .

بیا به د امريکې مداخلې ته لاره جوړه سې ، لکه د دوه سرې حکومت په پیل کې چې خبره يې سره وشاربله ، جانکیري ته اړتیا سوه ، جانکیري داسي کار وکړ ، چې هلته یوازي د امریکې ګټي په کې خوندي سوي او افغانانو ته نه جبرانېدونکې تاوانونه ورسېدل ، اوس دا دی عبد الله عبد الله په خپله خوله اقرار کوې چې د سهامي حکومت تجربه باید تکرار نسي .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د