نظــر

د ملګرو ملتونو د کرايې خره ….. !!!!؟

لوستونکي به تعجب کوي چې پورتنی سرليک خو له ورځنيو جرياناتو او ګرمې موضوع (ټولټاکنو) سره هيڅ اړخ نه لګوي ، په داسی حال کي چې ټول قلموال ، شنونکي ، ژورنالستان ، څيړونکي او کارپوهان د انتخاباتو پر سټيج راڅرخي او خپل ټول قلمي تمرکز يې يوازي پر همدې ټاکنيزي پروسي دی .

څوک وايي انتخابات ښه دي، زموږ د ټولو پرتو ستونزو جرړه به همدا انتخابات باسی او موږ به د يوې ښې روښانه راتلونکي په لور قدمونه واخلو ، موږ به له لوږي ، تندي او غربت نه خلاصون ومومو ، زموږ به اقتصاد پياوړی شي ، موږ به له جګړو سره مخه ښه وکړو، موږ به د نورو په څير مهذبه ټولنه وبلل شو ، بالاخره موږ به له دغو، هغو ، نورو او نورو … ښيګڼو نه برخمن شو .

  خو څوک بيا وايي چې نه ، عام انتخابات ښه نه دي، عقل او نقل د دې مخالفت کوي ، په عمومي انتخاباتو کې هر وګړی که د عقل او تميز له پلوه پوره وي يا نيمګړی ؛ د رايې اچوني حق لري . پرته له دې چې دی د اهل او نا اهل نوماند د تمايز وړتيا ولري . ډېره ممکنه ده چې کله دې د ناپوهو رايې پر هوښيارو وګړو ورډېري شي او ملت دې په يو ناعاقبتانديشه برخليک اخته کړي . نو ځکه بايد عام انتخابات له مخي تحريم شي. نور بيا وايې چې سمه ده انتخابات د کشالو د له منځه وړلواو برخليک ټاکلو ښه معقوله لاره ده ، خو په اوسنيو شرايطو کې عامي ټاکني هيڅ درد نشی دواء کولای ، بلکي ډېری ناوړي پايلي لرلای شي .

 دا ځکه چې اوس مو هيواد اشغال دی . په ټانګونو او ټوپکو سمبال يرغلګر مو په ټول هيواد کې پراته دي ، د واک پرګدۍ ناست او يا واک ته ملاتړلي نوماندان ټول د اشغالګرو د وزر تر سيوري لاندی راغلي دي . د ملت د خوښی څيري نه دي . طبعي ده چې له پرديو سره راغلي به د ملی مصالحو پرځای د اشغالګرو د ګټو خيال ساتي .  بل دا چې انتخابات او رايه اچونه د آزادو ملتونو حق دی چې په آزاده او خپلواکه فضا کې به وګړي د خپل آزاد نوماند له لاري خپل برخليک ټاکي او دا يو بشري فطري حق دی . نو کله چې خاوره مستعمره شي ، ملت يرغمل شي ، نوماندان لاسپوڅي شي ، نو آيا هلته به آزاد انتخابات او ټاکنه کوم مفهوم ولري !!؟  نه .  هيڅکله نه !

هرڅه به فراډ وي ،دسيسه به وي ، د خلکو د دوکه کولو او تيرايستلو ناکامه توطيه به وي . د «رايی ازشما ، انتخاب ازما» تر شعار لاندی به پردۍ پريکړي راباندي تطبيقيږی . له همدي ځايه ده چې اوسمهاله شرايط د ټولټاکنو لپاره نه يوازي داچې مساعد نه دي بلکي ترحد زيات خطرناک هم ثابتيدای شي . دا ځکه چې يرغلګر له همدې لاري د خپلو اغراضو د پلی کولو او خپلتيري ته د جواز پيدا کولو هڅي کوي ، د ملت له رايې او ارادې څخه يوه سمبوليکه نانځکه جوړوي . نور هيڅ نه .

په هرصورت پورته ياد درې واړه ډلي خپل خپل دلايل لري . داچې د چا خبره به په تول درنه وي ؛ لوستونکي به قضاوت کوي .

الغرض ما مخکی يادونه وکړه چې انتخابات پخپل وخت کې د قلموالو او پوهانو له خوا ډير زيات وڅيړل شول ، هيڅ يوه داسي زاويه يې پاتي نشوه چې څوک يی وڅيړي ان داچې اوس له هرچا نه لوری ورک دی چې کوم ښه وشول ، کوم بد .!؟ لوستونکي خو پريږده ، حتی څيړونکی هم اوس سربداله دي چې د چا په حق او د چا په خلاف يم ، څه مي وليکل ، څه مي وويل ، څه می واوريدل او څه پريکړه وکړم … دا او دې ته ورته نور ډير څه … خو يو شی چې زما په نظر راغلی ؛ او ترسترګو می نه دی تيرشوی چې کوم څيړونکي دي کتنه ورته کړي وي ، هغه داچی وايی : «ميدان که برد؟» د انتخاباتو اصلی ګټونکی به څوک ګڼو ، چاته ډېره ګټه ورسيده څوک پکي ناکام او چاته زيان ورسيدی .زما په اند ګټندوی نه د کابل حکومت دی ، نه بهرني اشغالګر ، او نه ملګري ملتونه . که څه هم چې دغو درو واړو پر دې ټاکنيزي پروسي په ميليونونو ډالر خرڅ کړل بيا هم هغه پايلي او نتايج چې دوی ورته اميدوار دي ؛ په هيڅ صورت ترلاسه کيدونکي نه بريښي . په تيرو دولسو کالو کې دا ټولي حربي وکارول سوي خو نتيجه يې مثبته ونه موندل سوه ، نو اوس هم ورته خوشبيني بي ځايه ښکاري . زما په ګمان ګټونکي بايد يوازي خرکاران وګڼل شي چې هغوي ښه غوښنه اقتصادي ګټه ورځيني ترلاسه کړه د انتخاباتو په ورځ څه دپاسه څلورنيم زره خره خپلو مالکانو د ملګرو ملتونو ادارې يوناما ته په کرايه ورکړل ترڅو يوبل ځای ته کاغذونه ورباندي انتقال کړي . ويل کيږي چې ملګري ملتونو د يوناما په توسط څه باندي پنځه سوه ميلونه ډالره وکارول خو يوازي د خرو کرايه به داسی څه وي چې د ولس خواري طبقي ته به يې ګټه رسيدلي وي نوري پيسي او امکانات بيا هم بيرته په يو نه يو ډول د بهرنيو پانګيزو څانګو ته ځي . ملت ورباندي ګټه نشي اخيستلای . نو که سړی ووايي چې د ټولې انتخابي پروسي يوازنۍ ګټه همدا د خرو کرايه سوه چې د افغانانو خواري طبقې ته ترلاسه شوي …. وبس ؛……. نو بيځايه به نه وي ……!

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x