افغانستان

امریکا: هيله لرو، پاکستان به طالبان د خبرو مېز ته راولي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲ لیندۍ، ۱۳۹۶ل):  امریکا يو ځل بيا له پاکستانه غوښتي، چې تر راتلونکي پسرلي طالبان د خبرو مېز ته حاضر کړي.

د سپينې ماڼۍ يو شمېر چارواکو رسنيو سره په خبرو کې له پاکستانه غوښتي، چې طالبان بايد د خبرو مېز ته چمتو کړي او د ډونلډ ټرمپ د نوې تګلارې له مخې د وسله والو مخالفینو پر ضد جدي مبارزه وکړي.

د سپينې ماڼۍ په باور د امریکا ولسمشر د افغانستان او پاکستان وضعيت له نژدې څاري او لا هم په دې باور دی، چې پاکستان له طالبانو سره نژدې اړيکې لري.

ډونلډ ټرمپ د نوې تګلارې د اعلان پر مهال پاکستان د ترهګرو په ملاتړ تورن کړی و او غوښتنه يې کړې وه، چې پاکستان بايد د وسله والو خوندي مرکزونه له منځه يوسي او په دې اړه يې پاکستان ته توند خبرداری ورکړی و.

خو پاکستان تل د امریکا له لوري د طالبانو د ملاتړ تورونه رد کړي دي.

د پاکستان لوی درستیز ډګر جنرال قمر جاوېد باجوه او د بهرنيو چارو وزير خواجه اصف د طالبانو د ملاتړ تورونه بې بنسټه بللي دي.

خواجه اصف له بي بي سي او نورو رسنيو سره په خبرو کې ويلي، چې امریکا په افغانستان کې د خپلې ماتې د شرم پټولو لپاره پر پاکستان تورونه لګوي.

ښاغلي اصف دا هم ويلي، چې د طالبانو لوړپوړي چارواکي په افغانستان کې دي او پر خپله خاوره د هغوی د شتون خبرې ردوي.

طالبانو هم ويلي، چې مشران او مرکزونه يې په هېواد کې دي او د سولې په اړه يې هم سيمه ييزو او نړيوالو فشارونو ته له سر ټيټولو انکار کړی دی.

طالبان لا هم په دې باور دي، چې د بهرنيو پوځيانو تر شتونه به خپلې مبارزې ته دوام ته ورکړي او په دې اړه به هېڅ سيمه ييز او نړيوال فشار پر دوی اغېز ونه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

د نر زامن طالبان قربان یې شمه ! اشغالګر زمونږ په هیواد کې د اشغال حق نلرې ! دولت او دولتداري د افغانانو داخلي خپلکار دی !!

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x