افغانستان

اشرف غني احمدزی: پاکستان سره ښې اړيکې غواړو

نن ټکی اسيا: د ولسمشرۍ مخکښ نوماند ډاکتر اشرف غني ويلي چې، که د افغانستان ولسمشر شو نو پاکستان سره به ځانګړې اړيکې ولري.
ښاغلي غني اسوشيټد پریس سره په خپلو خبرو کې و ويل چې، که ولسمشر شو نو د دواړو هيوادو تر منځ به د باور فضا رامنځته کړي او د څو کلونو خفګان او بې باورۍ ته به د پای ټکی کيږدي.
ډاکتر اشرف غني زياته کړه چې، له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته د فرانسې او المان د اړيکو په څېر به د پاکستان او افغانستان اړيکې هم ورغوي.
د يادونې وړ ده چې، تر دې دمه د ولسمشريزو ټاکنو لس سلنه پايلو کې عبدالله عبدالله او ډاکتر اشرف غني مخکښ نوماندان دي چې، عبدالله ۴۱ او اشرف غني احمدزي ۳۷ سلنه رايې وړي دي. تر اوسه داسې ښکاري له دواړو نوماندانو څخه به يو د ولسمشرۍ څوکۍ ته رسيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x