دوه هلاکونکي مرضونه

لیکوال: حاجي بهرام همت

انسان لپارہ دوہ مهلک مرضونه دي که پرې ځواکمن نه شي؛ نو دوہ مهم انساني عنصرونه له منځه وړي چې له امله یې انسان د انسانیت له چوکاټه کډه کوي، اګر که په ظاهرہ انسان وي .

هغه دوہ مهلک مرضونه اول شهوت دویم شبهات دي .

شهوت د انسان همت له منځه وړي اوشبهات یقین ختمه وي، کله چې انسان بې همته او سست عنصرہ شي هغه ددنیا له سخت پړاوونونه ځان نه شي تیرولی نو دناکامی غټې کندې ته به غورزیږي، چې له امله یې ددنیا او اخرت له شرمندګی سرہ مخامخ کیږي، کله چې د انسان یقین ختم شي؛ نو سمدستي په حالت اضطراري کې واقع کیږي د ښه او بد همدارنګه دحق او باطل تمیز نه شي کولی چې په پای کې دزندګی په یو تریخ ناورین کې راګیر شي او هر وخت د بې چینې اونا ارامی احساس کوي او سکون یې ختم شي.

اوسنۍ نړیوال ناورین چې اکثر انسانان ورسرہ لاس په گریوان دي، زیاترہ له همدغو مهلکو مرضونو څخه سر چینه اخلي؛ نو باید هر انسان اوخصوصا مسلمان باید له دغو مرضونو څخه ځان وژغوري، ځکه چې په احادیثو او شریعت محمدي صلی الله علیه وسلم کې هم ددې دوه مرضونو بدې پایلې نقصانات بیان کړل شوي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د