
سعودي: په افغان سفارت کې د تذکرو ویشل پيلیږي، شرایط یې څه دي؟
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): په سعودي کې د افغانستان سفیر سید جلال کریم پر خپل فیسبوک پاڼه د یوې خبرتیا په خپرولو سره هغه شرطونه په ډاګه کړه چې له مخې يې افغانان کولای شي چې ځانته نوي تذکیري جوړي کړي.
سفیر پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي:
په رياض ښار کې افغانستان د اسلامي جمهوريت سفارت د خپلى وعدې سره سم خپلو هيواوالو ته د روان لمريز کال د دوشنبى له ورځ څخه 13/09/1396 چې د روان ميلادى کال له 04/12/2017 نيټې سره سمون خوري د افغانستان اسلامي جمهوريت سفارت د قونسلى په څانګه کې د تذکرو ويشل پيلوي، تاسى کولاى شي چې په لاندينيو شرطونو تذكره تر لاسه كړئ:
۱- هغه افغانان چې پاکستانى پاسپورت لري خو پاکستانى شهرت يې له افغانى شهرت سره توپير لري.
۲- هغه افغانان چې لاسې پاسپورتونه لري.
۳- هغه افغانان چې خليجي هيوادونو د اوسيدنې سند لري خو پاسپورت نه لري.
۴- هغه افغانان چې عمر يې له اتلسو 18 کلو څخه کم وي خو د پيدايښت عرفى سند نه لري.
۵- هغه کسان چې مجهول الهويه ( ناپيژندلى) دي، هغوي دي سفارت ته مراجعه وكړي تر څو ستونزي ته يې د حل لار پيدا کړي.
۶- هغه کسان چې پاسپورت يې په اصلى نوم اخستى دي، هغوى دى سفارت ته مراجعه وکړي ترڅو د اقامى په نوم تذكره واخلي او وروسته بيا د اقامى په نوم پاسپورت جوړ کړي.