د انسان ځواني

لیکنه: سیداصغر هاشمي

ځواني د انسان د هلو ځلو هغه مرحله ده، چې مغز یې د کار او د بدن غړي یې د زحمت لپاره اماده وي. که د ځوانۍ په قدر پوه نه شو، په زړښت کې به ډېر ارمانونه وکړو، دا دوره د کار، تحصیل، خدمت او عبادت لپاره یو ښه وخت دی. سړی چې زوړ شي د نورو محتاجه شي، ډېر وخت مریض او د نورو د اوږو بار شي. له انسانانو سربېره حیوانات، نباتات او جمادات هم ځواني او زوړښت لري.

ونه چې ځوانه وي، ښه سیوری کوي، ښاخونه یې په خپل وخت له میوو ډک وي او ښکلا ورسره وي، همدا ونه چې زړه شي، چینجي یې وهي، مریضه شي او بلاخره تنه یې ورسته له لرګیو یې هم ګټه نه اخیستل کېږي. د ونې د خدمت وخت هم د ځوانۍمرحله ده.

ځوان غویه ښه قلبه کوي او مځکې ښې اړوي، د دهقان د مځکې د کرلو او تخم اچولو وسیله ګرځي، خو برعکس زوړ غویه دا کار نه شي کولای او قصاب یې د حلالې لپاره اخلي، د زوړ مال غوښه خلک نه خوښوي او په مقابل کې د ځوان مال غوښه په لوړه بیه اخلي.

باز په ځوانۍ کې خپل مالک ته ښه ښکار کولای شي، چې زوړ شي له کاره ولوېږي.

په جماداتو کې ځوان غر ښکلی وي او له تیګو یې ګټه اخیستل کیدای شي او د زوړ غره تېږې پکه او خوړل شوې وي او د ګټې اخیستنې نه وي.

په هرې ټولنې کې د پرمختګ لاملین ځوانان دي، له دوی سره باید نوي او ځوان فکرونه وي. اصلي او حقیقي ځوان هماغه دی، چې د ځوانۍ په مفهوم پوه وي. که دی ځوان او کارونه د زړو کوي، دې ته د ځوان په قواره او جسامت زوړ ویلای شو.

ځواني د مټو غټېدلو په معنا نه ده، نه د قد لوړوالي ته وايي او نه د عمر تېریدل دي، بلکې ځواني د پوهې او فکر ده چې د ځوان او زوړ توپير په همدې فکر کېږي.

د عمر په لحاظ ډېر ځوانان لرو چې د هغو شنډو ونو په شان دي، چې میوې نه لري، په مقابل کې ځينې فکرمند ځوانان هغه مثمره ونې دي چې د خپل فکر محصول د ونو خوږو میوو په شان ورکوي. ځواني د قد لوړوالی هم نه دی، ځکه چې د ونو قد هم ورځ تر بلې لوړیېږي، ځواني د ښکلا په معنا هم نه ده، ځکه چې ډېر ښکلي شیان د هر چا په معیار پوره نه وي او هر ښکلی شی د هر چا په ذوق برابر نه وي، نو بیا هم وایم چې ځواني د فکر او پوهې پکار ده نه د نورو اعضاوو.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.