fbpx

انسان

لیکنه: سیداصغر هاشمي

په دنیا کې ډېر شیان پېژندل کېږي، خو د څه شي پېژندل چې ستونزمن دی، هغه انسان دی.

د انساني توپیرونو په نظر کې نیولو سره د نړۍ د ټولو انسانانو بهرني جوړښتونه«قد، قواره، سترګې او وزن» سره توپیر لري او هم د انسان دننني جوړښتونه په شخصیت جوړولو کې بنسټيز اصل جوړوي او هر څوک نه شي کولای، چې په اسانۍ سره د نورو انسانانو عواطف، احساسات، جذبات او دننني نور توکي وپېژني، نو له همدې امله نه شو کولای، چې انسان په اسانۍ وپېژنو.

د ښه انسان پېژندلو لپاره د ده د سیرت په اړه پوهاوی اړین دی، نه صورت. که مخالف جنس ته د ښکلا لپاره دنده ورکوو، دمالدار صفت د پيسو لپاره کوو، په سپينو جامو کې د هغه چا عزت کوو، چې د خلکو د تیر ایستلو لپاره د اسمان په شان کله شین او کله وریځ وي، همدارنګه داسې نور لاملونه ظاهري جوړښتونه دي، چې که د انسان د پوهې او شعور کچه لوړه وي، د ظاهر پر ځای د انسان قیمت د باطن په نظر کې نیولو سره تلي.

په لوی غره کې د قیمتي کاڼو پیدا کول، صیقل کول، ترې استفاده کول او اصلیت معلومول اسان کار دی، خو د یو ښه انسان پېژندل اسان کار نه دی، د همدې کاڼو د جوهر معلومولو نه د انسان جوهر معلومول ستونزمن کار دی.

په مرغانو کې اصل او کوټه شته، د اصلو مرغانو پیدا کول او نیول او همدارنګه د دغو مرغانو لوړه بیه، په دې دلالت کوي، چې په حیواناتو کې هم اصيل شته او د داسې مرغانو ارزښت د اصلیت پر بنا او بنسټ ټاکل کېږي. په انسانانو کې هم اصيل او کم اصل شته، چې پېژندل یې اسان کار نه دی، خو کله کله په اصیلو کې کم اصل او کم اصلو کې اصیل هم پیدا کېږي.

اسمان په یو حال نه دی، شین شي، میوې پخوي، وریځ شي، بارانونه وروي او کله کله ږلۍ او واورې هم وروي. ډېرانسانان په یو حال نه وي، کله د مسجد په کونج کې ناست نصیحتوي کوي، د شپې د میوو پیالې ډکوي او سبا پر حرامو اخته د غریبو او بیچاروو نه رشوتونه اخلي، یو انسان دی، کله ملا او کله بلا شي، چې د داسې انسانانو پېژندل د وګړ پېژندنې متخصص هم نه شي کولای. بیت دی* ای د لیونیانو نیکه مار ښه که ملا ښه دی ـ تن د زهرو ډک ښه دی که زړه ډک د بلا ښه دی* په سپینو جامو کې ځینې داسې تور زړي انسانان شته، چې زړونه یې له بلاوو ډک او د ولس په سترګو کې خاورې اچوي.

که یو انسان د غره په څوکه ودرېږي او لاندې وګوري، نور انسانان ورته واړه ښکاري، چې دا یو طبیعي اصل دی، خو په حقیقت کې دوی ټول کوچني نه دي، ځکه چې د دوی ظاهر په سترګو واړه ښکاري، خو د انسان باطن له لرې او نږدې په اسانۍ نه ښکاري، نو ځکه یې پېژندل اسان نه دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د