افغانستان

ننګرهار: په سپین غر کې نن له غرمې راهیسې جګړه روانه ده

د ننګرهار په سپین غر ولسوالي کې نن له غرمې وروسته تراوسه پورې د طالبانو او اربکیانو ترمنځ جګړه روانه ده. شېبه مخکې دولتي رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل، چې دغه جګړه د طالبانو خپل منځي جګړه ده او د راپورونو له مخې دواړو لوریو ته پکې درانه تلفات اوښتي. خو طالبان وايي چې د دوی ملګرو نن غرمه شاوخوا یوولس بجې په یاده ولسوالي کې د مېشتو اربکیانو او ټوپکوالو پر ضد عملیات پیل کړي، چې دروند تاوان يې ور اړولی دی.
طالبانو رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي دي چې په جګړه کې يې خپل مقابل لوری تېښتې ته اړ کړی دی او د دولت هغه ادعا چې ګواکې طالبانو خپل منځي جګړه پیل کړې ردوي، وايي: (دښمن ادعا کړې چې ګنې په سیمه کې دمجاهدين ترمنځ خپل منځي شخړه پيښه شوي ده چې دا ادعا حقيقت نه لري او د مجاهدينو په ضد پروپاګند ده، زموږ مقابل جهت مجاهدين نه بلکي سيميز خپل سرې وسلوال دي چې دکابل نه تمویلیږي او د خلکو د آزار او اذیت سبب ګرځي.)
طالبان وايی چې په دې سیمه کې اربکیانو د جلال پاچا، ملک نیاز او ملک کمين تر مشرۍ لاندې فعالیت کاوه، چې د خلکو د ځورولو دنده يې درلوده.
یاده دې دهېواد په ګوټ ګوټ کې پرلپسې د اربکیانو ضد لاریونونه شوي دي، چې تراوسه افغان امنیتي ځواکونو کوم خاص غبرګون نه دی ښوودلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x