پرون په دیوارسرخ کې‎

عبدالجبار مطمئن

پرون د لیدلو سترګو روایت!

پرون د خپلي کورنۍ سره یوځاي د دوستانو لیدو لپاره کلي خوا ته تللی وم. خداي سته چې له تلو وړاندي زړه نازړه وم خو بیا مي توکل په خداي کړ او روان شوم. ساعت څه کم ۱۲ بجي وي چې موټر کې د خاکسفيد ولسوالۍ اړوند دیوار سرخ کلي ته نږدي سوم. دا هغه کلی دی چې په دي ورستيو ورځو کې په پرلپسي توګه د دولت تر ړندي بمبارۍ لاندي دی او د یودانه مانه طالب پرته نور ټول ملکي خلک، ښځي او ماشومان پکي په نښه کيږي. د دیوارسرخ کلي نږدي ټول کورونه، د دولت له همدغه هوايې ظلمه کډ‌ه شوي او یوازي د کوتو په شمير کورونه هلته له خپله غربته اوسیږي.

ناڅاپه مي د سخت دربي ژغ تر غوږ شو او ځمکه راباندي وڅرخيده، سمدلاسه مو موټر په یوه پردي سراي کې داخل کړ او کوچنیان مي تري وایستل، خداي خبر چې زما به څه احوال وو او د ماشومانو به څه؟!! دوي هلیکوپتر طیاري په ظالمانه انداز څرخیدي او د راکټونو ترڅنګ يې د دهشکي سخت واري کول.

د یوه سخت ګزار ږغ مي ترغوږ سو، پوه سوم چې د دیوار ترشاه نږدي راکټ ولګید خو څه مو له وسه نه وه او د تقدیر انتظار مو کاوه، ما د ماشوم په زړه لاس پریښود او ورته وي ویل مه بیریږه اوس تیریږي خو څښتن خبر دی چې خپله مې د یوي بلي دقيقي له ژونده طمعه شلیدلي وه او زړه مې سخت رپیده!!
زما هغه کیسي په یاد سوي چې پلارجان به مي د روسي یرغلګرو او د هغوي د ظمالمو ملیشه وو لخوا د همدغو کلیو د بمباریو کولي او ما به داسي انګیرل چې ګویا دا کیسي نوري تیري دي او بیا به تکرار نسي!

د طیارو د ظالمانه مردکو ژغونه مي ترډیره اوریدل چې له آسمانه یې د باران په څير مرمۍ را اورولي او څرخیدلي! موږ لږ ګړئ په ډار اوبیره کې د ناپیژانه کوربانه په کور کې لکه نابللي میلمانه پټ ناست وو، هلته هم کورنۍ اوماشومان سخت بیریدلي وه او په وارخطایې د اسمان خواته کتل.

چې کله د هلیکوپترو ژغونه ليري شول نو بیرته موټر کې د کلي پر خوا روان شوو، خو ومو ليدل چې هغه نږدي راکټ د کلي د یوه غریب ځوان چې مستري خانه يې لرل د کارځاي سره نږدي لګيدلی او هغه یې سخت زخمي کړئ وو، پلار یې هغه اول د ننګ آباد خواته په بیړه یووړ خو خبر شوو چې هلک په لاره کې ساه ورکړي وه او جنازه یې ماځيګر د خویندو میندو داوښکو سره د قبرستان پر خوا بدرګه کیدل!! ما دا لحظه په سترګو ولیدل او تر سترګو مې بی اختیاره اوښکي رواني سوي…

لویه خدایه! دا مظلوم ولس به ترکومه ستا د امتحانونو په پيچ او خم کې څرخيږي، لویه خدایه! دا ملت نور د شرقي او غربي ظالمانو له منګلو خلاص کړه او دسلام د سپیڅلي دین په رڼا کې د آرامۍ ژوندون ورته نصیب کړه، لویه خدایه! ددي مظلوم ولس ځوانان شهیدانیږي، کونډي اوماشومان یې بي سرپرسته پاتيږي!! لویه خدايه! زه چې ژوندی یم او سهاراو ماښام ځغلم خواري کوم بیا هم د خپلو ماشومانو د عادي ژوندانه اسباب نشم برابرولی، د تعلیم او تربيې لازم توکي نشم ورته جوړولاي، او د ناروغیو پروخت درملنه یې نسم کولاي نو هغه یتیم ماشوم به څه کوي چې نه سرمایه لري او نه پر دنیا بله اسره؟ هغه کوڼده ښځه او بوره مور به یې لڅي پښي ګرځي او د وینو او اوښکو سره سهار او ماښام تش سترخان ته کښيني!!

د جنازي په لمانځه کې یې د کلي مشرانو او کشرانو ټولو ګډون کړئ وو، په خداي قسم چې زه پر دي بیریدم چې د ظالم هلیکوپتر به بیا را څرګند شي او د جنازي سره به زموږ جنازي هم وغځوي خو د الله فضل وو چې هغسي ونه شول او د لمر لویده سره مو د کلي په یوه تازه راختلي لمر (مستري عبدالمالک) خاوري واړولي او د حاکم د ظلم، او استبداد په سایه کې د بلي پیښي انتظار ته کښينستو!!

خو له شرمه ډکه خبره دا وه چې زموږ د ولایت چارواکو په افتخار د پژواک خبري آژانس ته خبرورکړئ وو چې په دي پيښه کې د طالبانو (۱۱) کسه قومندانانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده. هغوي په ډیره سپين سترګۍ د شهید مستری عبدالمالک نوم د مین جوړوني د انجینیر په توګه واخیست او هغه يې د طالبانو قومندان وګاڼه!! مشرانو ویلي دروغجن د خداي دښمن!

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د