دیني، سیرت او تاریخ

څوک لمونځ نه کوي؟

راټولونه او زیاتونه: لطف الله “یوسفزی”

د درېم ټولګي ښوونکي له شاګردانو څخه وپوښتل چې، آیا راته ویلای شۍ هغه کوم انسانان دي، چې لمونځ نه کوي؟

یوه ماشوم په معصومیت سره ځواب ورکړ چې، هغه خلک لمونځ نه کوي چې مـړه شوي دي.
ښوونکي وویل چې صحیح ده.

دوهم زده کونکي په افسوس سره وویل چې، هغه خلک لمونځ نه کوي چې لمونځ یې زده نه دی.
ښوونکي وویل چې، دا هـم صحیح ده.

درېم شاګرد په جذبې او لوړ غږ سـره وویل چې، هغه خلک لمونځ نه کوي چې مسلمانان نه دي.
استاد وویل چې، دا هـم صحیح ده!

هـو ګرانو لوستونکو!
څـومـره ادبي کنایه ده! که ښه متوجه شو؛ نو په رښتیا هم لمونځ هغه کسان نه اداء کوي چې، زده یې نه وي، یا مسلمانان نـه وي! او یا په رښتیا هم مـړه شـوي وي.

راځئ چې اوس مونږ هم د دغو ماشومانـو د ځوابونـو مطابق خپل ځانونه وآزمویو!

پوښتنه داده چې، موږ له دغو ډلو څخه په کومه یوه کې شمیرل کیږو؟

آیا مونږ مړه شوي یو؟
آیا لمونځ مو زده نه دی؟
او که مسلمانان نه یو؟

په حقیقت کې دا درې واړه ځوابونه ډیر باریک او حساس دي. د تعجب وړ خبره خو دا ده چې، رسول الله ﷺ ویلي چې، د اسلام او کفر تر منځ سرحد لمونځ دی!

رسول اللهﷺ فرمایلي دي:
-بَيْنَ الرَّجُلِ وَبَيْنَ الشِّرْكِ وَالْكُفْرِ تَرْكُ الصَّلاَة. (رواه مسلم)

ژباړه:
-د مسلمان او کافر تر منځ فرق په لمانځه کې ده.

خو زمونږ زیات شمېر ځوانان، آن زاړه او سپین ږیري هـم لمونځ نه کوي چې، پدې سره د لویې ګناه مرتکب کیږي، حال دا چې، قرآن کریم لمونځ د بدو کارو مانـع بللی دی چې، مونږ یې نه کوو؛ نو له بدو څخه به څنګه په امن شـو.

الله تعالى د قرآنکريم د (سُوۡرَةُ العَنکبوت) په (۴۵) نمبر آیت کې فرمایلي دي:

-«وَأَقِمِ الصَّلٰوةَ ۖ إِنَّ الصَّلٰوةَ تَنْهٰى عَنِ الْفَحْشَآءِ وَالْمُنكَرِ»

ژباړه:
-او لمونځ قايم کړه! په باوري ډول لمونځ له بدلمنۍ او ناوړو چارو څخه منع كوي.

راځئ چې، نور هغه څه راپیل کړو چې، لپاره یې دې دنیا ته راغلي یو. راځئ چې د بدلون او سـمون فیصله وکړو! یعنې له لمانځه څخه یې راپیل کړو.
لمونځ وکړه مخکې له دې چې، تا ته لمونځ درکړل شي. یعنې مخکې له دې لمونځ وکړه چې، په تا باندې د جنازې لمونځ وشي!

ځینې تش په نامه مسلمانان وایي:
-مسلماني يواځې په لمانځه او کې نده، مهمه دا ده چې د انسان زړه پاک وي، مسلمان ته تکلیف او ضرر ونه رسوي، له خلکو سره ښه سلوک او خوش اخلاقي وکړي.

ای مسلمانه!
دا شيطاني هيله ده چې، ځیني مسلمانانو ته د هغه په وسيله فریب او دوکه ورکوي، شیطان تل کوښښ کوي چې، تا ګناهګار کړي؛ خو ته به دا فکر کوې چې، زه ښه کار کوم، زه ډېر ښه او نېک سړی یم؛ خو خبر نه یې چې، آیا له لمانځه نه کولو څخه لويه ګناه شته؟

اللهﷻ د قرآنكريم د المدثر سورت په (۴۲) او (۴۳) نمبر آیتونو کې فرمایلي:
-«مَا سَلَكَكُمْ فِى سَقَرَ قَالُوا لَمْ نَكُ مِنَ الْمُصَلِّينَ»
ژباړه:
-تاسې څه شي دوزخ ته بوتلۍ؟ هغوۍ به ځواب ورکړي: موږ له لمونځ كوونكو څخه نه وو.

ای مسلمانه!
په ځان ظلم مکوه، ځان له دوزخ څخه وساته!
دا د شيطان وسوسې دي چې، زمونږ خراب او ناوړه اعمال مونږ ته ښه ښکاره کوي.
لکه څنګه چې اللهﷻ د (الانفال) سورت په (۴۸) نمبر آیات کې فرمایلي:
-«وَإِذْ زَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطٰنُ أَعْمٰلَهُمْ»
ژباړه:
-او هغه وخت درپه زړه کړه چې، شيطان ددې خلكو په نظر کې د دوۍ کړه وړه (اعمال) ښایسته برېښولي ول.

ځیني کسان وایي چې، لمونځ مې له وسه نه کیږي او ډېر دروند بوج راباندې دی.

اللهﷻ د هغوۍ په اړه د قرآنكريم د النساء سورت په (۱۴۲) نمبر آیت کې فرمایلي:
-«إِنَّ الْمُنٰفِقِينَ يُخٰدِعُونَ اللَّهَ وَهُوَ خٰدِعُهُمْ وَإِذَا قَامُوٓا إِلَى الصَّلٰوةِ قَامُوا كُسَالٰى يُرَآءُونَ النَّاسَ وَلَا يَذْكُرُونَ اللَّهَ إِلَّا قَلِيلًا»

ژباړه:
-دا منافقان له اللهﷻ سره د غولونې كار كوي؛ په حقيقت کې اللهﷻ هغوى په غولېدنه کې غورځولي دي؛ كله چې دوۍ لمانځه ته پاڅیږي؛ نو یواځې خلكو ته د ځان ښودنې لپاره پاڅیږي او اللهﷻ ډېر لږ يادوي.

ګرانه وروره!
ددې څو پوښتنو ځواب راکړه:
-آيا لمونځ مالي مصرف غواړي چې، د مالي مصرف وس او توان یې نلرې؟
-آيا لمونځ دومره ډير وخت نيسي چې، تا د ژوند له چارو څخه محروم کوي؟
-آيا لمونځ دومره دروند عمل دی چې، تا سخت ستړی کوي؟
-آيا لمونځ نه کول به د قیامت په ورځ سخت عذاب ونه لري؟
-لږ فکر او سوچ وکړه، آیا مونږ ددې دنیا د اور زور لرو چې، د دوزخ د اور زور به ولرو؟

ګرانه وروره!
راځه چې شيطان خفه او خپل رب خوشحاله کړو.
پام کوه چې داسې فکر او سوچ ونه کړې چې، زه خو ډير ګناهګار یم، ماته به اللهﷻ بخښنه ونکړي! اللهﷻ د رحمت دربار هر کله د خپل بنده پر مخ پرانيستی دی.
لکه څنګه چې، اللهﷻ په ډېرې مهربانۍ سره د قرآنكريم د (الزمر) سورت په (۵۳) نمبر آیت کې ويلي:
-«قُلْ يٰعِبَادِىَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلٰىٓ أَنفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا ۚ إِنَّهُۥ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ»

ژباړه:
ای پیغمبرهﷺ! زما هغو بندګانو ته، چې پر خپلو ځانونو يې تېرى کړی دى، ووايه: د اللهﷻ د رحمت څخه مه ناهيلي کېږئ؛ په يقيني ډول اللهﷻ ټول ګناهونه بخښي؛ هغه ښه بښونكى او مهربان دى.

همدا رنګه له انس”رض” څخه روایت دی چې، رسول اللهﷺ فرمایلي:
-اللَّهُ أَفْرَحُ بِتَوْبَةِ عَبْدِهِ مِنْ أَحَدِكُمْ سَقَطَ عَلَى بَعِيرِهِ وَقَدْ أَضَلَّهُ فِي أَرْضِ فَلَاةٍ.
(متفق عليه)

ژباړه:
چې له يوه کس څخه په يوه دښته يا صحرا کې خپل اوښ ورک شوی وي او هغه پيدا شي؛ نو دغه کس به څومره خوشحاليږي، اللهﷻ له دې څخه زیات د خپل بنده په توبه ویستلو خوشحاليږي.

ګرانه وروره!
همدا اوس اللهﷻ ته توبه وباسه او قوي اراده وکړه چې، له نن څخه وروسته به یو لمونځ هم نه قضاء کوم، که چېرې پدې طمعه یې چې، سبا یا هم بل وخت به توبه وباسم؛ هسې نه چې، مخکې له توبې ويستلو څخه مړ شې، هسې نه چې بدعمله له دې فاني نړۍ څخه ولاړ شې!!!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالرافع مېلمه

په ګوتو دي برکت شه الله ج دي عالم او زاهد کړه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x