شعـــــرونه

ستوري ستوري ژوند

رحمت الله منیب

هسي مه وایه چې تل جاه و جـــلال شته
دا ځواني دغه پیسې او دا جمــــــال شته

غریبانو باندي لاس د رحـــــــــــم کښېږده
دې شېبو کې ازموینه شته کمـــــــال شته

د اسمــــــــــــان غوندې اوچتو ته نظر کړه
هلته ستوري ستوري ژوند هتله هلال شته

ګلستان د ځوان بهار به دي خــــــزان شي
دلته ورځې دلته میاشتې دلته کال شتـــه

همکاري کوه مرستیال اوسه منیبـــــــــــه
په تیارو کې څراغونه شته مشـــــال شته

03/12/2017

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x