شعـــــرونه

وخت هرڅه بدلوي

شاعر عصمت الله بَشـام

نور دي زوال مغرورجهانه وخت هرڅه بدلوي
دمـحارب لښکر شیـطانه وخت هرڅه بدلوي

ستادوحشت لمن به ټوله شي له وران مالته
دبل په لاس جوړه نظامه وخت هرڅه بدلوي

د مدنیـت تر نامه لاندي دي نیابت فردی کړی
ای مدنی فـعال افـغانه وخـت هرڅه بدلوي

تا مو ګـلان تا ارغـوان تا مو ریـحان خزان کړو
انتـقام اخـلو به تـوفـانه وخت هرڅه بدلوي

دتیاروشپي مي ډیری تیری کړلی ستاغیږه کي
نور تر رڼاځمه زنـدانه وخت هرڅه بدلوي

چیـنه دسترګومي شوه وچـه نوره نه بهیږي
تم می شوی اوښکی له ګریوانه وخت هرڅه بدلوي

نبوی خُلق اخلاص تقوا دی کړه په ځان کې پیدا
مغـروره مه ګرزه انسانه وخت هرڅه بدلوي

د تـروږمۍ مـلا ماتـه کـړی ده رڼـا پـه تـوره
زمـا غـازی افغانسـتانـه وخت هرڅه بدلوي

ددی زمــان لـه وحـشـتو او کـړاونــو څـخه
ځـو نور وتلـی یو بـشامه وخت هرڅه بدلوي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x