
جان بینر: موږ په افغانستان کې پاتې کېږو
د امریکايي کنګرې د استازیو ریس جان بینر د امریکاد قانون جوړونې له یوه هئت سره په نا اعلان شوي سفر، کابل ته راورسید.بینر او ملګرو يې دلته له امریکايي عسکرو، د امریکا له سفیر او دناټو له مشرانوسره ولیدل.
د رویټرز د خبر له مخې د نوموړي د سفر موخه د ټاکنو بر رسي او دلته دامریکايي ځواکونو پاتې کېدل دي.د جان بینر له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي: (په ټول تاریخ کې افغانان د ټاکنو له لارې د یو بل حکومت په تمه دي، موږ باید له امریکايي او داخلي عسکرو مننه وکړو چې په خپلو قربانیو يې دا زمینه برابره کړې ده.)
دا په داسې حال کې دی چې د امریکا ولسمشر اوباما غواړي چې د دې کال تر پایه خپل ټول ځواکونه وباسي، مګر په امریکا کې جمهوري غوښتونکي چې بینر يې هم غړی دی، دلته دامریکايي ځواکونو په پاتې کېدو ټینګار کوي.