نظــر

فيسبوک او شنه فوالذيان

عبدالمالک همت

سعدي شيرازي څه ښه ويلي دي:

چو در بسته باشد چه داند کسی
که جوهر فروشست یا پيله ور

یعني: چي د دکان دروازه تړلې وي څوک څه پوهيږي چي د دې دکان خاوند ملغلري پلورونکی دی، که د څرخيو، ګېټيو او ستنو خرڅوونکی(خرده فروش) دی.

دا مي تر دې وويل چي موږ ته دمخه زموږ د ډېرو خلکو، په تېره د زده کړو ځوانانو د پوهي، عقل، درک، منطق او تعليم او تحصيل د کچي معلومات هيڅ نه کېدی، ځکه د دوی خولې پټي وې او قلمونه به يې د نمايش لپاره په جېبونو کي ايښي وه، لباس او ساټ وباټ به يې ښه برابر کړی وو ځينو به يې نيکټايي هم تړلې وه او کله کله به يې يو کتاب هم په لاس يا تخرګ کی نيولی وو او داسی به يې ښکاره کول چي د مطالعې خاوند هم دی او په دې به وياړېدی چي د پلاني پوهنتون پلانی پوهنځی يې ويلی دی او په وياړېدی به.

خو په دې وروستیو کلونو کي چي دا فیسبوک خوشمړی رامنځ ته سو د ټولو پوهانو او ناپوهانو او لوستو او مازي په نامه لوستو حيثيت يې ښه په ډاګه کړ.

اوس خو چي زه په فيسبوک کي زموږ د خلکو د پوهي او لياقت اټکل کوم ډېر لږ سلنه يې پوه، عاقل، د سم درک او منطق خاوندان او د تعليم او تحصيل څښتنان او لوستي ښکاري او بېخي ډېر يې د ملايانو په اصطلاح شنه فوالذيان دي. د دوی له ليکنو څخه داسي اټکل هم کيږي چي ډېری به يې د کمپيوټرونو او موبايلونو په مټ دغه ماتي ګودي ليکني کوي او که کمپيوټران او موبايلونه ځني واخيستل سي په قلم به يو توری هم سم نه سي ليکلای؟!

که تحصيل دغسي او زموږ تحصيل لرونکي دغه شان وي، نو خود به زموږ د هيواد هر څه دغسي وران ويجاړ وي او پردي به هم حکومت راباندي کوي او هم به سترخان په پښه راښيي. له دغو تحصيل کرده ګانو څخه چي ډېری خپل څو کرښي مطلب سم نه سي ليکلای او افاده کولای، نو په خپله اړونده رشته او مسلک کي به يې پوهه څنګه وي؟

نو دا د حضرت خوشال خان عليين مکان رحمة الله علیه خبره خو په همدې مورد کي هم صدق کوي چي وايي: ”چي دستار تړي هزار دي، د دستار سړي په شمار دی“.

په موږ کي چي کوم کسان خپلو ځانونو ته عالمان او مسلکيان وايي تر هزار هم تېر دي، خو چي په رشتيا پوهان او په واقعيت کي د مسلک خاوندان دي په شمار دي. له همدې امله دی چي ولسمشرمو پر ولسمشر نه دی(د اشرف غني نوري ناوړتياوي به پرېږدو په ويناوو کي له تېروتنو څخه به يې يوه بېلګه راواخللو. هغه په تاجکستان کې افغان محصلینو ته د وینا پر مهال وویل، له احاديثو وروسته بخاري شریف د اسلام مهم کتاب دی؟!)، جنرال مو د يوه وسله وال طالب په مقابل کي صفر دی، وزيران مو نور څه کړې ان يوازي ورکړه سوي بوديجې لا نه سي مصرفولای. د ډېرو ډاکټرانو د نه لياقت له امله مو ناروغان تقريبا ټول په درملنه پسي پاکستان او نورو هيوادونو ته ځي او نور ډېر هم هذا القياس.

د اسلامي عالمانو په هکله که ووايو حالت تر دې لا هم د تأثر وړ دی، په عالمانو کي مو يو لا هم د نوري اسلامي نړۍ د وتلو عالمانو سره نه سي برابرېدلای. موږ د نورو اسلامي هيوادونو ډېر عالمان پېژنو، خو زموږ د هيواد عالم په بل هيڅ هيواد کي هيڅوک نه پېژني. موږ د نورو عالمانو په سلګونو کتابونه راژباړو، خو زموږ د عالمانو کتابونه ګومان نه کوم چي تر دوه، درې زيات دي په بهرنيو ژبو ژباړل سوي وي. ډېر عالمان مودي چي هيڅ املا نه لري. د کتاب د ليکلو وړتيا خو ډېر لږ کسان لري. دوی په نړۍ کي د نورو اسلامي پوهنتونونو او مدرسو له پرمختګونو او نوښتونو څخه يا هيڅ خبر نه دي او يا هيڅ ګټه نه ځني اخلي. خو له بده مرغه په دغو عالمانو کي ډېر داسی کسان سته چي د ډېرو کمزوریو سره سره پر هيچا تن نه ورکوي. د جوماتونو امامان زياتره يا يوازي د قرآن کريم حافظان او قاريان دي يا هغه کسان دي چي تر لنګوټې تړلو دمخه يې ملايۍ ته مخه کړې وي.

د دې ټولو ناوړتياوو علت زموږ په تعليمي، تحصيلي او علمي او فرهنګي ادارو او موسسو کي هرومرو دی، دا بېل بحث ته اړتيا لري او په بېله توګه بايد بېخي ډېري خبري پر وسي. خو که ژرنده پڅه ده غنم هم لانده دی. وايي څوک چي تر څاښته خوبونه کوي مېښه به يې نر کټی زېږوي. چا چي پخپله په ښوونځي او پوهنتون یا مدرسه کي لکه څنګه چي ښايي هغسي زيار نه وي کښلی، د درسونو تر څنګ يې ځاني مطالعې نه وي کړې، د تحصيل په دوره کي يې تر سرو زرو ارزښتناک وخت پر سياست تېر کړی وي، يوازي د ازموينو پر مهال ازمويني ته آماده ګي نيسي يا په نقلونو يا په نورو خبرو ځانونه بريالي کوي او تر فراغت وروسته مطالعه نه کوي خود به يې پر پوهه او ليکنو په فيسبوک او نورو ځایونو کي خلک ملنډي وهي.

دغسي کسانو ته زما سپارښتنه داده چي سر له اوسه دي فيسبوک ګردسره پرېږدي، د ليکلو او املا او انشا زده کولو ته دي لېڅي را ونغاړي، مطالعه دي هرومرو کوي، ټول کارونه او مطالعه دي د مهالوېش سره سم تر سره کوي، د عالمانو او پوهانو بې عزتي دي هيڅ نه کوي، بلکي د هغو مجلسونو ته دي ورځي او صحبت، خبري او مشورې دې لوی غنيمت وګني. که يې د زده کړو کچه ټيټه وي نوري زده کړي دي وکړي. نن مهال دوولسم ټولګی يا ليسانس بشپړ تحصيل نه بلل کيږي، هرليسانسه دي هرومرو نوري لوړي زده کړي ترلاسه کړي. حضرت عبدالرحمن بابا رحمة الله عليه څه ښه ويلي دي:

چي غوټې پسي وهې په لاس به در شي
چا ويل دا چي په درياب کي ګوهر نشته.

او:

وبدخواهو ته څوک نېک نصيحت نه کړي
رحمان ستا په غم شريک دی که باور کړې

بس همدومره والسلام.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mha

You are 100% right. Many people have not learned how to live with others and they spend their valuable time on useless things, Some people have chosen their last names as tribal names like Barakzi, Popalzi, Durani and Karzi, this will not make them special the only think that matters is Education, reading ,Understanding and working Hard and being good person.

عبدالمالک همت

! thank you I really appreciate your thought

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x