
غزل/ هدایت الرحمن ډاډ
هدایت الرحمن ډاډ
شيطانه ! نه يې د ادم د زاويې نه بره
آواز دې نه ځي د آسمان د دروازې نه بره
زه مې د ژوند د کوم موسم فاتحه وکړم ورشم ؟
مور مې چې مړه شوه ماته څه وه د هغې نه بره ؟
ستا الوداع ، د باران څاڅکي ماښامى د ژمي
بيا هم ژوندى يم ددې لويې حادثې نه بره
په هر مکان کې د خپل ځان په جنازو لګيا يو
يارانو څه وکړل ؟ زمونږ د تماشې نه بره ؟
عشقه ! ذرې دې کړم ، ايره دې کړمه ښه دې وکړه
نور به مې څه وکړې ؟ قربان دې شمه دې نه بره
يه لايزاله ! چې دا څومره يمه دومره ښه يم
زه بل څه نه غواړمه ستا د ارادې نه بره
ډاډ دى کچکول دى ملنګي ده د شبو قبر دى
هاغلته پروت دى ددې ښار د هديرې نه بره