دیني، سیرت او تاریخ

د شیعه ګانو مذهبونه (لمړۍ برخه)

دکتور کفایت الله وردګ

یاد ګېرنه : ددې لړۍ په یو څو برخو کې له خپل لوستونکي سره د فقهې او حنفي مذهب په اړه یو څه معلومات شریکوم هغه چاته د ډالۍ وي چې پښتو مضامین لولي ، هغه چاته د په خاصه توګه ډالۍ وي چې د مذهب په اړه یې معلومات لږ وي او یا یې د مذهب په اړه شک وي .

په تېرو برخو کې مو د صحابه کرامو رضی الله عنهم د اجتهاد په اړه او خوارجو او شیعه ګانو په پیدا کېدو باندې خبرې کړې وې د هغې برخې په تعقیب …

شیعه ګان

دا هغه ډله ده چې هغوی پدې رایه دي چې د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) تر وفات وروسته خلافت صرف د حضرت علی بن ابی طالب (رضی الله عنه) حق وو او د هغه د آل بیت حق دی دوی وايی چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د خلافت په اړه د حضرت علی (رضی الله عنه) په حق کې وصیت کړی وو او نورو صحابه وو هغه حق له ده څخه په زور واخیستو (نعوذ بالله) نو کله چې حضرت علی (رضی الله عنه) ته خلافت ورسېدو نو بیا د هغوی له کورنۍ نه وروسته چې حضرت معاویه خلیفه شو نو دوی یې خلافت ونه منلو او ویې ویل چې ددې په خلاف را وتل واجب دی .

دوی په اصل کې هغه کسان وو چې په هغه وخت کې د اسلام په مبارکو لاسونو ځپل شویو یهودو په حرکت ددې لپاره پورته شوي وو ترڅو مسلمانان په مختلفو ډلو وویشي پدې تمه چې کېدای شي بېرته به لدې سره مسلمانان کمزوری شي او دوی به بېرته هغه مزو ته ورسیږي چې د اسلام له راتلو نه مخکې یې ورباندې سر وو نو یهود په مسلمانانو کې ننوتل او د حضرت علی رضی الله عنه د حقوقو په اړه یې خبرې کولې ، د حضرت علی رضی الله عنه د مظلومیت په اړه یې خبرې کولې چې صحابه کرامو رضی الله عنهم له ده سره ظلم وکولو (نعوذ بالله) پدې توګه یې څه خلک پیدا کړل چې د دوی خبرې ومني او د دوی تابعداري وکوي لکن الحمد لله جمهور مسلمانان یې له شر څخه خلاص شول .

شیعه نوم : شیعه په لغت کې ډلې ته ویل کیږي شیعه په لغت کې دېته ویل کیږي چې څه کسان په یوه کار سره را ټول شي او د یو بل سره مرسته وکوي د عربی لغت عالم ابن منظور لیکلی دي : هر هغه قوم چې په کوم کار سره را ټول شي هغه شیعه دي او هر هغه قوم چې کار او خبره یې یوه وي ځینې پکې د ځینو نورو په رایه وي دا شیعه دي .

په شیعه ګانو کې هم مختلفې فرقې دي د مثال په ډول :

السبئیة

دا د عبد الله بن سبا متابعت کوونکي دي دا په اصل کې د اهل الحیرة له یهودو څخه وو مور یې توره ښځه وه ځکه ده ته ابن السوداء (د تورې ښځې زوی) هم ویل کیږي د حضرت عثمان (رضی الله عنه) د خلافت په دور کې یې ددې لپاره اسلام ښکاره کړو چې په مسلمانانو کې ننوزي او د مسلمانانو په مینځ کې ډلې جوړې کړي ، نفاق پیدا کړي ، یو له بله یې سره دښمنان کړي او د مسلمانانو له لاسه چې یهودو څومره تاوان لیدلی وو ده کوښښ کولو چې څه نا څه هغه وار له مسلمانانو څخه واخلي نو ددې لپاره یې ځان مسلمان ښکاره کړو او د حضرت علی (رضی الله عنه) او د هغه د اولاد سره چې د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) لمسیان وو بې انتهاء مینه ښکاره کړه او د هغوی مینې ته یې خلک را وبلل پدې توګه یې کوښښ وکولو چې د ځینو خلکو په زړونو کې ځای پیدا کړی او پدې توګه یې بیا خلکو ته وویل چې په اصل کې هم صحابه کرامو د حضرت علی (رضی الله عنه) سره ظلم کړی وو اصل تر رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وروسته د خلافت حق د حضرت علی (رضی الله عنه) وو څرنګه چې دی خلکو پېژندلو چې له اسلام نه مخکې یهودي وو نو خلکو ته یې وویل چې په تورات کې هم دا خبره شوې وه چې د هر نبي لپاره یو وصي وي (داسې کس چې هغه نبی د هغه په حق کې وصیت کوي) او د محمد (صلی الله علیه وسلم) وصی به د علی په نوم وي او څرنګه چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په انبیاوو کې غوره وو داسې به د هغه وصي هم په دنیا کې غوره وصي وي همدارنګه ده به خپلو تابعدارانو ته ویل چې په تورات کې دا هم راغلي وو چې محمد (صلی الله علیه وسلم) به د یو څه وخت لپاره له دنیا څخه پورته کیږي او یو څه وخت وروسته به بېرته ورته راځي لکه حضرت عیسی (علیه السلام) ده به ویل څوک چې دا مني چې حضرت عیسی (علیه السلام) به بېرته زمکې ته راځي لکن د محمد (صلی الله علیه وسلم) راتلل نه مني زه ورته حیرانیږم .

یو څه وخت چې تېر شو ډېر خلک یې په ځان را ټول کړل او ډېر کم عقلان یې په خپلو خبرو دوکه کړل او د هغوی په ذهنونو کې یې دا خبره ور واچوله چې دی څه وایی نو ښه وايي او له ده سره د تورات علم دی . یو څه وخت وروسته یې وغوښتل چې خلک نور هم ګمراه کړي نو یې حضرت علی (رضی الله عنه) ته د خدایی مرتبه ورکړه حضرت علی (رضی الله عنه) ورباندې خبر شو دده د قتل اراده یې وکوله او دده څه هغه کسان یې قتل هم کړل چې دا کفري عقیده یې درلوده لکن دده په اړه د لویو اقداماتو کولو په اړه حضرت عبد الله بن عباس (رضی الله عنه) حضرت علی (رضی الله عنه) ته مشوره ورکړه چې دی مه قتل کوه ځکه ده ډېر کسان تابعداران پیدا کړي دي هسې نه چې ددې امله د مسلمانانو په مینځ کې اوس بله لانجه را پورته شي بلکه ښه به دا وي چې په خپل تبلیغ او د حق لارې ته په دعوت سره خلک پوه کړو چې دا ګمراه کوونکی کس دی دده خبره مه منئ نو بغیر ددې چې مرګ او جنګ وشي نو دا فتنه به ختمه کړو دی مدائن ته و تښتېدو او یا مدائن ته تبعید شو .

کله چې حضرت علی (رضی الله عنه) شهید کړل شو ده یو ځل بیا خپل اواز پورته کړو او د حضرت علی (رضی الله عنه) لپاره یې د خلکو زړه بد والی او رحم را جلب کړو د حضرت علی (رضی الله عنه) مینه یې خلکو ته په زړه کې ور اچوله او لدې لارې یې ګمراه کول حتی چې هغوی ته یې دا هم وویل هغه کس چې د حضرت علی (رضی الله عنه) په نوم شهید کړل شو هغه شیطان وو حضرت علی (رضی الله عنه) اسمان ته پورته کړل شو د تالندې (رعد) اواز اوس دده اواز دی او برېښنا د هغه مُسکا ده ددې امله چې ددې ګمراه ډلې پیروانو به چې د تالندې اواز واورېدو ویل به یې : السلام علیک یا امیر المؤمنین

په شیعه ګانو کې اوس هم ځینې خلک چې د تالندې اواز واوري په امیر المؤمنین باندې سلام وايي دا د همدې ډلې خلک دي او یا د همدې ډلې رسم او رواج ورته پاتې دی .

حضرت عمر بن شرحبیل رحمه الله فرمایی چې ما ابن سبا ته وویل شول : حضرت علی (رضی الله عنه) شهید کړل شوی دی پدې کې هېڅ شک نشته .

هغه ملعون وویل : که تاسې ماته په یوه کاسه کې د هغه دماغ هم راوړئ او ماته ښکاره کړئ چې هغه ووژل شو او دا یې ماغزه دي بیا یې هم نه منم ځکه هغه نه مړ کېدونکی وو مونږ انتظار باسو یو وخت به هغه له اسمانه بېرته را ښکته کیږي او زمکه به له عدل او انصاف څخه ډکوي . الفرق بین الفرق لعبد القاهر البغدادی

له همدې ډلې څخه ځینې داسې کسان وو چې هغوی ویل چې الله تعالی د حضرت علی (رضی الله عنه) په وجود کې حلول کړی دی نو ځکه همده ته مونږ الله ویلی شو حضرت علی (رضی الله عنه) اراده وکوله چې دا خلک ونیسي او ټول ژوندي وسوزوي نو لدې سره به دوی ویل چې اوس خو مو یقین شو چې همدی اله دی ځکه په اور سره سزا د اور پیدا کوونکی ورکوي .

نور بیا انشاء الله

المراجع :
المدخل الی مذهب الامام ابی حنیفه النعمان للدکتور احمد سعید حوی
المذهب عند الحنفیة للدکتور محمد ابراهیم احمد علی
تاریخ المذاهب الاسلامیة الشیخ محمد ابو زهرة
اخبار ابی حنیفة و اصحابه للصمیری
سیر اعلام النبلاء للذهبی
تاریخ بغداد للخطیب البغدادی
الطبقات السنیة فی تراجم الحنفیة
اسد الغابة فی تمیز الصحابة لابن حجر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x