نظــر

د کندهار خبريالانو!

چي زړه مي ژوندی وي تاسي ته به ښېرې کوي. تاسي خبريالان نه، د خبريال په نوم نانځکې ياست. په تاسي يوازي لوبي کېدلای سي، د رښتيا ويلو تمه نه سي درڅه کېدلای. په وار- وار مي زړه قابو کړی چي څه به نه درته وايمه، خو څه وکړمه غم پر ما وکداره دی. رښتيا به وايمه، ستاسو هغه وظيفه به ترسره کومه چي تاسي هېره کړې ده.

د کندهار له محلي رسنيو ګيله نه لرمه، خو په کندهار کي د ملي او بين مللي رسنيو خبريالانو ته به هر وخت له الله څخه د سزا ورکولو غوښتنه کومه، چي زما په برخليک اخته سي او هيڅوک يې هم ناره وا نه وري. ما خو له تاسي يوازي دا غوښتي وه چي زما ږغ واورئ او ورسوئ. ما دا نه ويله چي تاسي زما طرف و نيسئ.

ما ويل:«رپوټ جوړ کړئ، زما فرياد واورئ او د مقابل جواب هم؛ قضاوت خلکو ته پرېږدئ.» ما ويل: «د جانبينو ادعاء واورئ او تر مرکزه يې ورسوئ؛ تحقيق دوی ته پرېږدئ.»

خو… تاسي د يو عادي سړي دنده هم ترسره نه کړه. خبريالي مي نه ده زده خو دومره ضرور پوهېږمه چي خبر جوړول يوازي د دولت په ګټه نه وي. او که دومره بېرېږئ چي د جاجو خولې ته مايک نه سئ نيولای، نو پر کور کښېنئ او د مېړنيو ډګر مېړنيو ته پرېږدئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x