نړۍ

د حزب الله غړي سوريه ته له تلو مخکې ايران کې پوځي زده کړې کوي

نن ټکی اسيا: د فرانسې خبري اژانس د حزب الله د يو لوړ پوړي چارواکي له قوله وايي چې، د حزب الله غړيو ته اول په ايران کې پوځي روزنه ورکول کيږي او بيا سوريې ته د اسد درژيم په پلوۍ د جګړې لپاره ځي.
په خبر کې راغلي چې، د حزب الله د هغو غړيو شمېر چې،سوریه کې جنګيږي پنځه زرو کسانو ته رسي.
خبر زياتوي چې، حزب الله د جلب او جذب له لارې ګڼ شمېر ځوانان چې،شاوخوا اتلس کاله عمر ولري سوريه کې د جګړې لپاره ور بوولي.
د حزب الله دغه چارواکي نه يې غوښتل نوم ښکاره شي د فرانسې خبري اژانس ته څرګنده کړې چې، دوی خپل غړيو ته د البقاع سيمه کې له څلويښتو تر نوي ورځو د سپکو او درنو وسلو تمرين ورکوي او اخري دورې لپاره د دوو مياشتو په درسي سفر ايران ته ليږي تر څو درنو وسلو ټرينګ ورکړي. او بيا يې بشارالاسد په پلوي د جګړې لپاره سوريې ته ليږي.
بل پلو حزب الله د اسد له پوځي چارواکو هم ګيله من ښکاري او وايي چې،عسکر يې سره غير منظم دي چې، ډېر ځله يې په نا پامۍ کې د حزب الله پر غړيو ډزې او بمبارۍ کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x