شعـــــرونه

فراق/ هاشم سادات

هاشم سادات

له غم نه ډکه ورځ وه اسمانونه ژړیدل
دنیا نه چې رسول ص تلو دښتې غرونه ژړیدل

په غیږه د عائشه کې یې د ژوند روستۍ سلګۍ وي
کول یې وصیتونه محفلونه ژړیدل

علي که فاطمه وه که حسن و که حسین
فراق کې د بابا یې خوږمن زړونه ژړیدل

شیبې د فراق راغلې ژوند یې ګران شو بې له یاره
د تور بلال په زړه کې ارمانونه ژړیدل

دروند غم و لویه خدایه په رښتیا چې د زغم نه و
را ټول و اصحاب مړاوي ګلونه ژړیدل

دنیا کې داسې غم نه و راغلی نه به راشي
فراق کې چم په چم یې ټول کورونه ژړیدل

هاشم چې په شعرونو کې د غم کیسه لیکله
قلم هم په ژړا و هم لفظونه ژړیدل
ـــــــــــــــــــــــــــــــ
هاشم سادات

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x